د کورنیو د ښکلیلتیا سروئ معلومات I د ټائټل - Pashto

معلومات

PWCS دا خبر شریکولو ته لیواله دی چې د ټائټل I کورنیو د ښکیلتیا کلنۍ سروې سږکال په بشپړ ډول بریښنایی ده او په نهو ژبو کی به وړاندې کیږي. والدین/سرپرستان به وکولی شي چی په بریښنالیک او لیکلی پیغام کی د وړکړل شوي لینک له لارې سروئ بشپړ کړي. سروې به د مئ میاشتی په 2 نیټه پرانیستل کیږي. 

لینک ته د لاسرسي موندلو وروسته، والدین او سرپرستان کولی شي چی د سروی پاڼی په پورته ښی کونج کې د نړۍ انځور په کارولو سره خپلی کورنی یا د خوښی ژبې ته لاسرسی ومومي. مونږ د ابتدايهٔ او منځني ښوونځي سروې وړاندی کوو. که چیرته تاسو په ابتدايهٔ یا منځني ښوونځي کې ډیر ماشومان لرئ، مهرباني وکړئ په سروئ کی د هر هغه ښوونځي خانه په نښه کړئ چې ستاسو ماشومان پکې ګډون کوي. کله چې پاتې پوښتنو ته ځواب ورکوئ، مونږ غواړو چې والدین د ښوونځي په کچه د خپلو ټولو ماشومانو لپاره په مجموعی ډول ځواب ورکړي.

ستاسو د زده کونکي د ښوونځي تجربې په اړه ستاسو نظرونه شریکول به مونږ سره د پیاوړي نقطو/برخو او د هغو نقطو/برخو په پیژندلو کی مرسته وکړي چیرته چی مونږ لا هم ښوالی رامنځ ته کولی شو. د اوړي رخصتی په اوږدو کې، ټائټل I به کوچني معلوماتی لنډیزونه معارفی کړي چې تاسو یی ممکن د خپل ماشوم د زده کړې څخه ملاتړ لپاره په زړه پوري او ګټور ومومئ.

مونږ به د هر ښوونځي د ټائټل I په کلنۍ غونډه کې د والدینو او د ټائټل I ټولنې سره د کلنۍ سروې څخه د پایلو اجرایوي لنډیز شریک کړو. تاسو به په PWCS کې د ټائټل I پروګرام په اړه د خپل نظر وړاندی کولو سره قوي/پیاوړئ غږ ولرئ.

د پنجشنبې په ورځ، د مئ په 2 نیټه د سروې په لټه کی اوسی. تاسو کولی شئ چی دغی سروۍ ته په مستقیم ډول د هغه لینک له لاری لاسرسی ولرئ چې تاسو به یې د لیکلی پیغام او بریښنالیک له لارې ترلاسه کوئ. په تمه اوسی!

د ټایټل I کورنیو د ښکیلتیا سروئ