د واکسینو شرایٔط - Pashto

یادونه - د واکسینو شرط انځورد نوي ښوونیز کال پیل کولو لپاره د 2024 کال د اګست میاشت تر 15 نیټی پورې د زده کوونکو واکسینونه سپارل اړین دي

د راتلونکي ښوونیز کال لپاره د واکسینو شرایٔط/اړتیاوی پوره کولو وروستۍ نیټه15 اګست، 2024 ده. والدین/سرپرستان کولای شی چی د اړین واکسینونو سره د ماشوم مطابقت لرلو یا نلرلو په اړه معلومات په پیرنټ ویویو /ParentVUE پروګرام کی وګوري. که تاسو د ParentVUE حساب نلرئ، مهرباني وکړئ خپل ښوونځي سره په اړیکه کی شی ترڅو تاسو سره د حساب په جوړولو کې مرسته وکړي یا که تاسو د غیر مطابقت لرونکي واکسینونو په اړه ځانګړي پوښتنې لرئ، خپل ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړی.

د ښوونځي واکسینو شرایٔط/اړتیاوی

نرسه ماشومی ته واکسین تطبقوي

د ویرجینیا قانون دا غوښتنه کوي چې د ښوونځي له پیل څخه وړاندی په 12 میاشتو کې دننه دی د ماشومانو هراړخیزه فزیکي معاینات (§ 22.1-270) تر سره شي او عامه وړکتون یا ابتدایه ښوونځي ته د ننوتلو څخه وړاندی دی کافي اندازه واکسین (§ 22.1-271.2) تر لاسه کړي. هیڅ زده کوونکی ته باید د ښوونځی لخوا په ښوونځی کی د ګډون کولو اجازه ورنکړل شي پرته له دی که زده کوونکی یا د هغه/هغی والدین د ویرجنیا دولت مشترکه ښوونځي ته د داخلېدو روغتیا په فورم کی د ښوونځی داخلوونکی افسر ته د واکسینو مستند ثبوت وسپاری یا پرته له دی که زده کوونکی د طبی یا مذهبی لاملونو له امله د واکسینو څخه معاف وي، زده کوونکی بې کوره ماشوم یا تنکی ځوان وي یا زده کوونکی په فوسټر کیٔر کی ژوند کوي. د اضافی معلوماتو لپاره مقرره 6-723 - “د واکسینو شرایٔط/اړتیاوی" وګورئ.

 

د وړکتون څخه تر 12 پوری ټولګیو لپاره اړین واکسینونه
په PWCS کی د شاملیدو وړاندی
واکسین لږ تر لږه شرطٔ/اړتیا
ډیفتریا / Diphtheria، تیتانوس / Tetanus، او پرتوسس / Pertussis (DTaP, DTP, یا Tdap)
مناسب ډول مهالویش سره لږترلږه څلور ډوزونه. یو ماشوم باید د پیداښت په څلورمه کلیزه یا تر هغی وروسته د DTaP یا DTP واکسین لږترلږه یو ډوز واخلی. د DT (ډیفتریا، تیتانوس) واکسین د هغو ماشومانو لپاره اخیستل اړین دی چې له طبي لحاظه د پرټوسیس لرونکي واکسین (DTaP یا DTP) څخه معاف دي. اوه کلن یا تر هغی زیات عمر لرونکی ماشومان چې د تیتانوس او ډیفیتیریا واکسین لپاره ټر ټولو لږ شرط نه پوره کوي، هغوي لپاره د بالغو Td واکسین اړین دۍ. هغه ټول ماشومان چی 7 ټولګي ته داخلیږي، هغوي لپاره تقویه کوونکی/موثره کوونکی د Tdap واکسین تر سره کول اړین دي.
د هیموفیلس انفلوینزا / Haemophilus Influenzae ډول بی (Hib) واکسین
دا واکسین یوازې د 60 میاشتو پورې عمر لرونکی ماشومانو لپاره اړین دی. بنسټیزه لړۍ دوه یا درې ډوزه لري (تولید کوونکی پورې اړه لري). په هرصورت، د ماشوم اوسنی عمر د اړتیا وړ ډوزونو شمیر اداره کوي، نه د ډوزونو پخوانی شمیر. د 15 او 60 میاشتو تر منځ غیر واکسین شوي ماشومان یوازې د واکسین یو ډوز/خوراک ته اړتیا لري.
د هیپاټایټس A یا زیړ ژیړۍ واکسین
د هیپاټایټس A واکسین لږترلږه دوه ډوزونه/خوراکه. لومړی ډوز باید په 12 میاشتنی یا تر هغی ډیر عمر کې تطبیق شي.
هیپاټایټس B یا تور ژیړۍ واکسین
د مناسب ډول مهالویش سره، د ټولو ماشومانو لپاره د هیپاټایټس B یا تور ژیړۍ واکسین دری ډوزه/خوراکه تر سره کول اړین دي. په هرصورت، FDA د 11 څخه تر 15 کلنی پوری تنکی ځوانانو لپاره یوازی د دوه ډوزونو مهالویش تصویب کړی او یوازې هغه وخت کله چې د بالغ کسانو لپاره جوړ شوئ د Merck برانډ (RECOMBIVAX HB) هیپاټایټس بی واکسین وکارول شي. که چیرته د دوه ډوزه مهالویش واکسین د 11 څخه تر 15 کلنی پوری تنکی ځوانانو لپاره وکارول شي، دا باید په واضح ډول د ښوونځي په فورم کې مستند یا ولیکل شي.
د شری (Measles)، ممپس یا ټنډ غومبوری مرض (Mumps) او روبیلا (MMR) (Rubella) واکسین
لږترلږه دوه د شری، دوه د ممپس، او یو د روبیلا واکسین (ډیری ماشومان د هر یو واکسین څخه دوه ډوزه/خوراکه ترلاسه کوي ځکه چې واکسین معمولا یو له بله سره یو ځائ کیږي چی MMR ورته ویل کیږي). لومړی ډوز باید په 12 میاشتنی کی یا له هغی زیات عمر کی تطبیق شي. د واکسین دوهم ډوز باید وړکتون ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق شي مګر د لومړی او دویم ډوز تر مینځ لږترلږه وقفی وروسته هر وخت تطبیق کیدی شي.
د Pneumococcal / نیوموکوکل (PCV) واکسین
دا واکسین یوازې د 60 میاشتو څخه کم عمر ماشومانو لپاره اړین دی. د نیوموکوکل کډ واکسین یو څخه تر څلورو ډوزونو پوری کول اړین دي مګر د لومړي ډوز په وخت کې د عمر پورې اړه لري.
د روټا ویروس / Rotavirus واکسین
دا واکسین یوازې د اتو میاشتو څخه کم عمر لرونکی ماشومانو لپاره اړین دی. د روټا ویروس واکسین دوه یا درې ډوزه/خوراکه اخیستل اړین دي (په تولیدونکي پورې اړه لري).
د پولیو یا ګوزڼ (IPV) واکسین
د پولیو یا ګوزڼ واکسین لږ تر لږه څلور ډوزه. یو ډوز یا خوراک باید د زیږیدنی په څلورمه کلیزه یا تر هغی وروسته تطبیق شي. د اضافي معلوماتو لپاره ضمیمه شوئ د لارښونی سند وګورئ.
د ویروسیلا یا چیچک / Varicella واکسین
ټول هغه ماشومان چې د کال 1997 د جنورۍ په 1 نیټه او له هغی وروسته زیږیدلي دي، هغوي به اړ وي چی په 12 میاشتنی کی یا له هغی وروسته د چیچک یا چکن پاکس واکسین یو ډوز واخلی یا تر سره کړي. د واکسین دوهم ډوز باید وړکتون ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق شي مګر د لومړی او دویم ډوز تر مینځ د لږترلږه وقفی وروسته هر وخت تطبیق کیدی شي.
اووم ټولګی ته د ننوتلو څخه وړاندی
ډیفتریا / Diphtheria، تیتانوس / Tetanus، او پرتوسس / Pertussis (DTaP, DTP, یا Tdap)
هغه ټول ماشومان چی 7 ټولګي ته داخلیږي، هغوي لپاره تقویه کوونکی/موثره کوونکی د Tdap واکسین تر سره کول اړین دي. (د دې واکسین په اړه اضافي معلومات د دې چارټ په سر کې موندل کیدی شي.)
د ایج پی وي / (HPV) ویروس واکسین
هغه زده کوونکی چې 7 ټولګي ته داخلیږي، هغوي لپاره د ایچ پی وي / HPV واکسین د دوه ډوزونو لړئ بشپړول اړین دي. مخکی له دی چی ماشوم 7 ټولګي ته داخل شي، لومړئ ډوز ورته باید تطبیق شي. د روغتیا بورډ لخوا د تصویب شوي تعلیمي موادو بیاکتنې وروسته، د والدینو یا سرپرست په اختیار سره، والدین یا سرپرست کولئ شي د ماشوم لپاره د HPV واکسین نه ترلاسه کول غوره کړي.
د Meningococcal (MenACWY) مکس یا ګډ واکسین
د MenACWYA واکسین لږترلږه دوه ډوزه/خوراکه. لومړی ډوز باید 7 ټولګي ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق یا تر سره شي. وروستی ډوز باید 12 ټولګي ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق شي.
دولسم ټولګی ته د ننوتلو څخه وړاندی
د Meningococcal (MenACWY) مکس یا ګډ واکسین
لومړنی ډوز باید 7 ټولګي ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق شي. وروستی ډوز باید 12 ټولګي ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق شي.

د ویرجینیا د روغتیا ریاست/څانګی معلومات

حوالی

د واکسینو د شرایٔطو په اړه د تازه معلوماتو لپاره، د
ویرجینیا د روغتیا ریاست/څانګی ویب پاڼه وګورئ: د ښوونځي او ورځنۍ پاملرنې لپاره لږترلږه واکسین شرایٔط/اړتیاوی.
(د اضافي ژبو ژباړنه په دی ویب پاڼه کې موندل کیدی شي)

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهربانی وکړئ د واکسینونو ډیویژن ته زنګ ووهی:
1-800-568-1929 یا 8055-864-804


د روغتیا فورمونه


وروسته له هغه چې یو هلک واکسین ترلاسه کړ، نرس ورسره پنجه کوي.

د پرنس ویلیم روغتیایی څانګی سره په لاندې موقعیتونو کی د ورکړل شویو تلیفون شمیرو له لاری اړیکه ټینګولی شۍ:

ماشومان د پرنس ویلیم کاونټي په روغتیا څانګې ماناساس یا ووډبریج کلینیکونو کې یا د نورو طبي متخصصینو کلینیکونو له لارې واکسین کیدی شي. ښوونځي ته د ننوتلو لپاره اړین واکسینونه د کاونټی په روغتیایی کلینیکونو کې وړیا دي. مهرباني وکړئ د ورتلو څخه وړاندی، د وخت او مهالویش په اړه د معلوماتو لپاره روغتیایی کلینیک ته زنګ ووهئ.

 

 Manassas کلینیک
 9301Lee Avenue
Manassas, VA 20110
703-792-6300

Woodbridge کلینیک
 4001Prince William Parkway, Suite 101
Woodbridge, VA 22192
703-792-7300