زده کوونکی د اړتیاو ارزونه - پښتو PWCS د

د PWCS زده کوونکی د اړتیاو ارزونه

د زده کړې او ښکیلتیا پر وړاندې د ممکنه خنډونو د ارزولو لپاره د زده کوونکي د احساساتي اړتیاو ارزونه د ښوونځي کال په پیل کې تر سره کیږي.

په دی سروې کې شاملې پوښتنې د زده کوونکي د احساساتي هوساینی او هغه اندازی په اړه خبری کوي په کوم کی چې زده کوونکي د اکاډمیک بریالیتوب ترلاسه کولو لپاره لا زیاتی مرستې ته اړتیا لري. پوښتنې په پرمختیایي توګه د ټولګیو لپاره مناسبې دي په کوم کی چې سروئ تطبیق کیږي.

دغه سروې د ښوونځي مدیرانو، ښوونکو، او د ښوونځي سلاکارانو سره د هغه زده کوونکو په ګوته کولو کی مرسته کوي څوک چې ممکن د زده کړې پر وړاندې د احساساتي او ټولنیز خنډونو د لیرې کولو لپاره لا زیات ملاتړ ته اړتیا ولري. دغه معلومات د والدینو او سرپرستانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره کارول کیږي ترڅو د هغوي د زده کوونکو لپاره زمونږ د ښوونځيو د هر اړخیز مشورتي پروګرامونو په ځینو برخو کې د ګډون کولو لپاره د هغوي رضایت تر شي، لکه څرنګ چی د PWCS مقرره 1-651, د وړکتون څخه تر ډولسم ټولګی پوری د ښوونځی مشورتی خدمتونو کی په ډاګه شوي دي.

یوازې د ښوونځي مدیران او د ښوونځي د رواني روغتیا متخصصین د زده کوونکو ځوابونو ته لاسرسی لري. دغه سروئ د کوډ شوي بریښنایی سروې وسیلې په کارولو سره تطبیق کیږي کوم چې د معلوماتو د محرم ساتلو لپاره لوړ معیارونه پوره کوي. د زده کوونکو د هوساینې په اړه د دې سروې د موندنو لنډیز به د ډیویژن په کچه په راپورونو کې په ډاګه کیږي. د زده کوونکو انفرادي ځوابونه به د عامه سره نه شریک کیږي.

ښوونځي به د ښوونیز کال له پیل څخه سمدستي وروسته د سروې تطبیقول پیل کوي. که تاسو نه غواړئ چی ستاسو زده کوونکی په دغه سروئ کی ګډون وکړي، مهربانی وکړئ د ښوونځی د لومړئ ورځی پیل کیدو څخه وړاندي د احساساتي اړتیاو ارزونې د ردولو فورم وسپارئ.

2023-24 ښوونځی کال لپاره د زده کوونکو سروئ

د ټولګی د کچی تڼی/ټیب انتخاب کړئ