Grading - Pashto

په PWCS کې نمرې

د اکاډمیک پرمختګ په اړه خبری اتری کول د زده کړې یوه مهمه برخه ده. هره ربع یا (دری میاشتو) کې ښوونکي د زده کوونکي د پرمختګ په اړه د راپور کارت یا اطلانامی په شکل کی یو رسمي راپور خپروي. مګر زده کوونکي او د هغوی کورنۍ اړتیا نلري چې دا معلومولو لپاره څو اونۍ انتظار وباسي چې یو زده کوونکی د څه په اړه زده کړه کوي او څه ډول پرمختګ تر سره کوي. د راپور کارتونو بیلګه وګورئ.

هره ورځ، ښوونکي د خپلو زده کوونکو سره د هغوي د درسونو لپاره  د زده کړو اهداف یا موخې شریکوي. د زده کړې په دې موخو کې دا هم شامل دی چې یو ښوونکی څرنګ وپوهیږي چې زده کوونکي په هغه څه کې مهارت ښودلی یا موندلی دی، کوم څه چی هغوي باید زده کړي او د درس یا درسونو د لړۍ په پایله کې یې د تر سره کولو وړتیا ولري. دې ته ډیری وختونه د "معیارونو پربنسټ زده کړه" ویل کیږي.

هغه دندې او کارونه چې زده کوونکي پکې د خپلې زده کړې ښودلو لپاره بوخت کیږي، د تمرین تر سره کولو لپاره ترسره کیدی شي (روزونکئ ارزونه) یا د زده کوونکي د زده کړې لا ډیر رسمي او نهایی شواهد وړاندې کوي (ټولیزه ارزونه). زده کوونکي او د هغوی کورنۍ کولی شي چی دا معلومات په انلاین کتاب کی په آنلاین ډول وګوري چی د هر ښوونکي لخوا وړاندې کیږي.

دندې یا چاری به د یوه عنوان په کارولو سره شرح کیږي چې د هغه څه د وضاحت وړاندې کولو هڅه کوي کوم څه چې زده کوونکي زده کول. د بیلګي په توګه، د دندې نوم به په تشریحي ډول ورکول کیږي لکه: د امریکا د انقلاب لاملونو ازموینه. ډیری وختونه د زده کړې ځانګړي معیار ښودلو لپاره د عنوان سره به عددونه او توري هم وي.

د ایالت معیارونو څخه اخیستل شوي د زده کړې واضح ښودل شوي موخو سره د نمرې لرونکي دندو او کارونو پدې ډول تنظیم کولو عمل ډیری وختونه د "معیارونو پر بنسټ نمرې" په نوم یادیږي. د څرګنده معلوماتو سره چې د زده کوونکو څخه د څه په اړه د پوهیدو او د څه کارونو تر سره کولو تمه کیږي، او د نمرو آنلاین راپورونو کې لیبل شوي د واضح تشریح شوي دندو سره، مونږ ټول کولی شو د زده کوونکو د زده کړو یا د هر زده کوونکي د دوامداره پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو.

د راپور کارتونو نمونی

وړکتون (PDF)

لومړی ټولګی (PDF)

دوهم تولګی (PDF)

دریم ټولګی (PDF)

څلورم ټولګی (PDF)

پنځم ټولګی (PDF)

ثانوي ټولګي (PDF)

که غواړی د ویډو متن په پښتو ژبه کی ولولی، دلته کلک وکی