کتاب                                                                                         پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                                          700 - زده کوونکي
عنوان                                                                                       پالیسی- د زده کوونکو غیر تبغیض او ځورونه
کوډ                                                                                           738
حالت                                                                                        فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                                                21 مئ, 2008
په وروستی ځل د بیاځلی کتلو وروستی نیټه             2 اپریل, 2024
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                                             14 نومبر, 2018; 20 اکتوبر, 2021



زده کوونکې

پالیسی نمبر 738

د زده کوونکو غیر تبغیض او ځورونه

د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) له هر ډول تبعیض او ځورونې څخه د ښوونځي چاپیریال پاک ساتلو ته ژمن دي. هر هغه زده کوونکی چې په PWCS کې شامل وي، باید د نژاد یا نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، د جنسیت پیژندنې، جنسي تمایل، امیندوارۍ، ماشوم زیږون، یا د شیدو ورکولو، عمر، ازدواجي یا د والدینو د حالت، پوځی دندی حالت، معلولیت، او د جنیټیکی معلوماتو په شمول د اړوند طبی حالاتونو یا ستونزو، یا د کوم بل څیز پر اساس چې د قانون لخوا منع شوی وي، د هیڅ ډول اکاډمیکی، غیر نصابي، څیړنې، حرفوي روزنی، یا نور تعلیمی پروګرامونو څخه یا چی د PWCS لخوا په فعاله توګه پرمخ وړل کیږي، د ګټو تر لاسه کولو څخه منع نه شي یا ورسره تبعیض تر سره نه شي.

هغه ادارې او اشخاص چې د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ یا د هغې هرې فرعي برخې سره تړون کوي یا کومه بله هوکړه کوي، دا موافقه کوي چې د فډرال یا مرکزی حکومت او آیالت لخوا د تبعیض او ځورونې ضد قوانینو او پلي کیدونکی مقرراتو، او د جنسی ځورونی پالیسی په شمول د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ ټولو پالیسیو او مقرراتو ته غاړه ایږدی. د ښوونځي د بورډ د پالیسیو او مقرراتو سره مطابقت نه لرل، د تړون یا هوکړه لیک د لغوه کیدو لامل کیدی شي.

سوپر انټندنټ ته د دې خبری مسؤلیت په غاړه ورکول شوۍ دی تر څو دا ډاډ رامنځ ته کړي چی د PWCS مقررات او چاری په مؤثره توګه د لاندې قانوني شرایطو سره مطابقت ولري:

  1. د کال 1964 د مدني حقونو د ټائټل IV قانون په تعلیمی پروګرامونو او فعالیتونو کې د نسل، رنګ، مذهب، جنسیت، او ملي اصل پر بنسټ د یو برابر محافظت یا خوندیتوب څخه سرغړونه منع کوي.
  2. د کال 1964 د مدني حقونو د ټائټل VI قانون د نسل، رنګ او ملي اصل پر بنسټ د فدرال مالی مرسته ترلاسه کوونکو تبعیض منع کوي.
  3. دکال 1972 د تعلیمي تعدیلاتو ټائټل IX قانون په تعلیمی پروګرامونو او فعالیتونو کې د جنسیت پر اساس تبعیض منع کوي. دا محافظتونه/ساتنی د امیندوارۍ او ازدواجي/سرپرستی حالت ته هم غځیږي.
  4. د کال 1973 د بیارغونې قانون 504 برخه او د کال 1990 معلولیت لرونکي امریکایانو قانون په تعلیمی پروګرامونو او فعالیتونو کې د معلولیت پر اساس تبعیض منع کوي.
  5. د کال 1975 د عمر د تبعیض قانون په تعلیمی پروګرامونو او فعالیتونو کې د عمر پر بنسټ تبعیض منع کوي.
  6. د ویرجینیا د بشري حقونو قانون په تعلیمی پروګرامونو او فعالیتونو کی د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، امیندوارۍ، ماشوم زیږون یا اړونده طبي حالاتونو یا ستونزو، عمر، ازدواجي حالت، جنسي تمایل، د جنډر هویت، پوځي حالت/دریځ، یا د معلولیت پر بنسټ تبعیض منع کوي.
  7. د ویرجینیا د کوډ یا قانون 23.3-22.1 برخه د ویرجینیا په عامه ښوونځیو کې د ټرانسجنډر یا نر ښځیو زده کوونکو سره د چلند کولو لپاره د ویرجینیا د ښوونی او روزنی ماډل پالیسیو پلي کولو ته اړتیا رامنځ ته کوي.

د تبعیض یا ځورونې شکایتونه چې زده کوونکي پکې ښکیل وي، باید همغسی حل شي لکه څرنګ چې په مقرره -1-738، په ناوړه جنسي چلند کی د ښکیل زده کوونکو پر وړاندې د تورونو حل,” او مقرره - 3-738, په تبعیض یا ځورونه کی د ښکیل زده کوونکو پر وړاندی د تورونو حل” کی وړکړل شوي دي.

د مساواتو د افسرانو مشر (یا استازی) د دې پالیسۍ د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او هر ډول اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس پکی بدلون رامنځ ته شي.


قانوني حوالی