کتاب                                                               پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                700 - زده کوونکي
عنوان                                                              پالیسی- د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه
کوډ                                                                  747
حالت                                                               فعال
تصویب شوۍ                                             23 جون، کال 2004
په وروستی ځل د بیاځلی کتلو نیټه       18 جولای, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                     27 مارچ، کال 2019; 4 مارچ، کال 2020; 19 نومبر، کال 2021

زده کوونکي

پالیسی نمبر 747

د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه

د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځيو بورډ د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونه څانګی (SMAPD) ته دا واک ورکوي چی د خوندي ښوونځي چاپیریال رامنځ ته کولو په موخه د ښوونځي څانګې هڅې پلي او همغږي کړی کوم چې د ښوونی او زده کړې لپاره مناسب وي. د SMAPD موخې په لاندې ډول دي:

  1. د زده کوونکو جدي انضباطی سرغړونی حل کول.
  2. د زده کړو بیلابیل فرصتونه وړاندي کول چې د وړکتون څخه تر دولسم ټولګیو او د زیات عمر لرونکي زده کوونکو بیلا بیلی اړتیاوې پوره کړي.
  3. د تعلیم لپاره خوندي چاپیریال ته وده ورکول چې د ښوونی او زده کړې لپاره مناسب وي او له تاوتریخوالي، شخړو، او غیر ضروري خنډونو څخه پاک وي.
  4. د یوې داسی پروسې له لارې د اوږد مهاله ځنډولو او اخراجولو شمیر کمول کوم چی لا زیات غیر دودیز او د زده کړي لپاره بدیل فرصتونه رامنځ ته کړي.
  5. د زده کوونکو د اوږدې مودې ځنډونې، اخراج، جلاوالی، او بیا شاملیدو لپاره د پلي کیدو وړ پروسې نظارت تر سره کول او د ښوونځي بورډ سره هر ډول اپیل (ایستناف) همغږي یا کوردینه کول.
  6. د عمومي یا عام تعلیم تر لاسه کوونکو زده کوونکو لپاره مناسب تعلیمي خدمات، پروګرامونه او ځای پرځای کونه مشخص کول څوک چې د SMAPD د ډسپلین پروسې تابع دي.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس دی پکی بدلون رامنځ ته شي.