Regulation 662-4B - Pashto

کتاب:                                                     پالیسۍ او مقررات
برخه:                                                      600 - لارښوونه
عنوان:                                                   مقرره - د فراغت شرایٔط
کوډ:                                                       
                                                                  662-4B
حالت:                                                     فعال
خپل شوۍ:                                           22 اګست، 2018


لارښوونه

مقرره

662-4B

د فراغت شرایٔط

 

د ویرجینیا د ښوونې او روزنې بورډ د زده کوونکو لپاره د هغه ښوونځی کال پر اساس د فراغت شرایٔط او د ډیپلوم اختیار/انتخاب تشریح کوي کله چې یو زده کوونکی په لومړي ځل نهم ټولګي ته ننوځي. د ښوونځي بورډ د 662 پالیسۍ"د فراغت شرایٔط" سره په مطابقت، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) به د فراغت لپاره ټاکل شوي قواعد او مقررات تعقیب کړي. هغه زده کوونکي چې د خپل انتخاب کړي ډیپلوم لپاره ټول مشخص شوي شرایٔط پوره کړي، د PWCS فارغین به وګڼل شي او د خپلو ډیپلومونو ترلاسه کولو لپاره به وړ وي.
 
د هر ډیپلوم انتخاب لپاره د فراغت شرایٔط د PWCS د عالي ښوونځي کورس کټلاګ د عمومي معلوماتو په برخه کې شتون لري. د هر کورس د شرایٔطو لپاره ګمارل شوي د کریډیټ معیاري او تایٔید شوي کچی، عالي ښوونځي ته د ننوتلو لومړي کال او د ډیپلوم انتخاب سره په مطابقت تشریح شوي دي.
 
  1. هغه زده کوونکي چې د نهم ټولګي څخه دمخه کریډیټ ترلاسه کوي

    کله چې د نهم څخه تر دولسم پوری په ټولګيو کې د نهم ټولګي څخه ټیټ زده کوونکي د کریډیټ لپاره وړاندیز شوي کورسونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي، دغه کریډیټ به د معیاری او تصدیق شوي کریډټ کچو پوره کولو په موخه شمیرل کیږي کوم چی د فراغت لپاره اړين دې، په دی شرط چې کورسونه د محتوا او د اکاډمیکی سختوالی له پلوه د هغو کورسونو سره یو برابر وي چې د عالي ښوونځی په کچه وړاندې کیږي.
     
  2. ایډوانسډ پلیسمنټ (په عالي ښوونځی کی د کالج یا پوهنتون په کچه کورسونه)، کیمبرج، نړیوال لیسانس، یا د کالج په کچه کورسونه

    هغه زده کوونکي چې دا کورسونه بشپړوي، هغوي به د دې معیارونو تر لاندی د فراغت لپاره شرایٔط پوره کوونکی ګڼل کیږي، په دې شرط چې هغوي معیاري او تصدیق شوي کریډیټ ترلاسه کړي وي لکه څرنګ چې د هغو زده کوونکو لپاره دا شرط دی چی معیاري یا د پرمختللو مطالعاتو ډیپلوم تر لاسه کوي.
     
  3. تبادله کوونکی زده کوونکي
     
    1. هغه زده کوونکي چې د ویرجینیا دننه د عامه ښوونځي سیسټم څخه PWCS ته تبادله کوي، باید د فراغت لپاره ټول شرایٔط پوره کړي چې د ویرجینیا د پوهنې ریاست (VDOE) لخوا ټاکل شوي دي. د PWCS ثانوي ښوونځي به د نورو معتبر ثانوي ښوونځیو څخه ترلاسه شوي کریډیټ مني. هغه زده کوونکي چې د یو اعتماد وړ خصوصی یا د ایالت څخه بهر ښوونځي څخه PWCS ته تبادله کوي، هغوي به د خپل ښوونځي سلاکار سره په ګډه کار کوي ترڅو د فراغت لپاره یو داسی انفرادي پلان رامینځته کړي چې د فراغت شرایٔط پوره کولو په موخه یو څه اندازه انعطاف وړاندی کوي لکه څرنګ چی د VDOE لخوا په ډاګه شوي دي.
       
    2. د خوښی ډیپلوم او د هغه کال پوری اړه لرلو سره په کوم کال کی چی زده کوونکي په لومړي ځل د ویرجینیا عالي ښوونځی ته داخل شوي وو، تبادله کوونکی زده کوونکي باید د تصدیق شوي کریډیټونو سم شمیر پوره کړي. د تبادله کوونکو زده کوونکو په تړاو مشخصی لارښوونی د PWCS د عالي ښوونځي کورس کټلاګ د عمومي معلوماتو په برخه کې شتون لري.
       
    3. هغه تبادله کوونکی زده کوونکي چې د غیر معتبر ښوونځیو یا په کور دننه د لارښوونی پروګرام څخه داخلیږي، د کریډیټ تر لاسه کولو په اړه د معلوماتو لپاره 3-715 مقرری "د خصوصي ښوونځیو/ د والدینو لخوا په کور دننه د لارښوونې پروګرام څخه د زده کوونکو داخلی" ته راجع کیږي.
       
    4. هغه مشخص شوي کورسونه به د تبادله کوونکو زده کوونکو څخه نه غوښتل کیږي چی معمولا په ټیټ ټولګي کی اخیستل کیږي، د هغه کورسونو په ​​پرتله چې زده کوونکي ته ګمارل شوي وي، په دې شرط چې زده کوونکي د آیالت لخوا اړین کورسونه بشپړ کړي اوسی، د کوم څخه چې زده کوونکي د دغو ټولګیو په کچه تبادله کړي وي.
       
    5. د لسم ټولګی څخه پورته زده کوونکي چې د داسی ښوونځيو یا نورو تعلیمي پروګرامونو څخه تبادله کوي چې د روغتیا او فزیکي زده کړې لپاره کریډیټ ته اړتیا نلري یا نه ورکوي، هغوي به اړ نه وي چی د فراغت شرایط پوره کولو لپاره دا کورسونه بیاځلی واخلی یا تکرار کړي.
       
    6. یو داسی زده کوونکی چې د ویرجینیا په عامه عالي ښوونځی کی نهم ټولګي ته داخل شوی وی، بل ایالت ته یی تبادله کړي وي او بیرته د ویرجینیا عامه ښوونځي ته راستون شوی وي، هغه به د غیر ویرجینیا عامه ښوونځیو څخه د تبادلی زده کوونکی لپاره د تایید شوي کریډټ په شرط باندی برابر وي.
       
  4. په سیمه ییزه توګه ورکړل شوي د اعتبار وړ تصدیق شوي کریډټ
     
    1. په سیمه ییزه توګه ورکړل شوي د اعتبار وړ تصدیق شوي کریډټ ممکن زده کونکو ته ورکړل شي، مګر د هغه کال پورې اړه لري چې زده کوونکي پکی نهم ټولګي ته داخل شوی وو او د هغه ډیپلوم ډول پوری اړه لري چې زده کوونکی یی تر لاسه کوي.
       
    2. د دې پروسې په اړه د مشخص تفصیلاتو لپاره 662 -4C مقرری، "په سیمه ییزه توګه ورکړل شوي د اعتبار وړ تصدیق شوي کریډټ" ته مراجعه وکړئ.
       
  5. د ډیپلوم مهرونه یا تصدیق نامی

    یو زده کوونکی کولی شی چی د VDOE لخوا د مهر یا تصدیقی نامی لاسته کولو په موخه د رامنځته شوي لارښوونو سره په مطابقت د ډیپلوم مهر یا تصدیق نامی په شکل کی د ډیپلوم تصدیقی نامی تر لاسه کوونکی په توګه وپیژندل شي.
 
د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
 
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.