Regulation 735 - 2 - Pashto

کتاب                                                                پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                700 - زده کوونکي
عنوان                                                             مقرره - د ټولو یا هر ډول تمباکو محصولاتو څښل/ لرل او/یا کارول
کوډ                                                                 2-735
حالت                                                              فعال
تصویب شوۍ                                            26 جون، کال 2019
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                   18 جولای, 2023


زده کوونکي

مقرره 2-735

د ټولو یا هر ډول تمباکو محصولاتو څښل/ لرل او/یا کارول

د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) "د چلند کوډ" په ښکاره ډول د ټولو زده کوونکو لپاره د ټولو یا هر ډول تمباکو توکو څښل / لرل، ویشل او / یا کارول منع کوي.

د PWCS ټول ښوونځي د سګریټ/تمباکو څښکلو چاپیریال څخه پاک دي. د عمر په پام کی نیولو پرته، د ټولو زده کوونکو لخوا د ښوونځی په ملکیت کی، د ښوونځی لخوا په لیری سپانسر شوي فعالیتونو کی د هر ډول تمباکو څښکل/ لرل، ویشل، او/یا کارول، نیکوتین لرونکي توکی، د سګرټ څښکلو بریښنایی وسایل، او هر هغه وسیلی یا لوازم چې د تمباکو توکو څخه ګټه اخیستلو لپاره کارول کیږي، منع دي. هغه زده کوونکي چې د تمباکو توکو په لرلو، ویشلو یا کارولو کې ښکیل دي، باید د مدیر لخوا مشخص شوي جریمې/سزا ترلاسه کړي کوم چی د انفرادي زده کوونکو لپاره د مناسب مخنیوي په معنی دي.

پدې اختیارونو کې ممکن د ښوونځي څخه بهر ځنډونه، په ښوونځي کې ځنډونه، توقیف، د ښوونځي/ټولنې چاری، او د ځایی چارواکو سره ثبت شوي قضیی شامل وي. د تمباکو پر پروګرام باندی تمرکز کول، د ښوونځي څخه وروسته د زده کړې/پوهاوي پروګرام، د ځنډونی یو بدیل دی. زده کوونکي ممکن د مدیر لخوا دی پروګرام ته راجع شي.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او هر یو اړوند پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.

§