Regulation 738-1 - Pashto

کتاب                                                                              پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                               700 - زده کوونکي
عنوان                                                                            مقرره - په ناوړه جنسي چلند کی د ښکیل زده کوونکو پر ضد د تورونو حل
کوډ                                                                                1-738
حالت                                                                             فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                                     14 فبروري, 2018
په وروستی ځل د بیاځلی کتلو نیټه                     2 اپریل, 2024
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                                  31 اګسټ, 2021

زده کوونکې

مقرره 1-738

په ناوړه جنسي چلند کی د ښکیل زده کوونکو پر ضد د تورونو حل

  1. موخه

    د کال 1972 د تعلیمی تعدیلاتو ٹائٹل IX قانون او د ښوونځي بورډ 738 پالیسي د جنډر هویت او جنسي تمایل په شمول د جنسیت پر بنسټ ځورونه منع کوي. دا مقرره د ټائټل IX د خوندیتوبونو/محافظتونو؛ د ادعا شوي جنسي ناوړه چلند د راپور ورکولو او ورته د غبرګون ښودلو د کړنلارو؛ او د ټائټل IX د شکایت پروسی په اړه خبرتیا وړاندی کوي کوم چې رسمی شکایتونو ته د غبرګون ښوودلو، څیړلو او حل کولو لپاره کارول کیږي چی پکی یو یا زیات زده کوونکی ښکیل وي لکه څرنګ چې د ټائټل IX ("ټائټل IX جنسي ځورونه") قانون تر لاندې تعریف شوی دي.

    ناوړه جنسي چلند تورونه چی پکی یو یا زیات زده کوونکی ښکیل وي، په اړه یی باید په سمدستی ډول په دی مقرره کی د ذکر شویو کړنلارو تر لاندي د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځيو (PWCS) د ټائټل IX کوردیناتور ته راپور ورکړل شي.

    د پوسټ یا میل پته:
    د PWCS ټائټل IX کوردیناتور
    پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونخی
    P.O. Box 389
    Manassas, Virginia 20108

    ټلیفون شمیره:
    571-374-6839

    بریښنالیک:
    [email protected]

    کله چې دا ادعا وشي چې د PWCS یو زده کوونکي په داسې ناوړه جنسي چلند کی ښکیل شوۍ دی کوم چې ممکن د ټائټل IX قانون تر لاندی ځورونه په ډاګه کړي، نو دغه تورونه/ادعاګانی باید په دې مقرره کې د ټاکل شوو پروسیجرونو سره په مطابقت حل کړل شي. 1 کله چې ادعا شوۍ ناوړه جنسي ځورونه د ټائټل IX قانون تر لاندی جنسی ځورونه نه په ډاګه کوي، نو تورونه یا ادعاګانی باید د PWCS په " چلند کوډ" کې د ټاکل شوو پروسیجرونو/کړنلارو له مخې حل کړل شي.2

    کله چې داسې ادعا وشي یا تور ولګول شي چې د PWCS یو کارکوونکی یا د PWCS تر کنټرول لاندې یو کس په ناوړه جنسي چلند کی ښکیل شوۍ دی، نو تورونه به د هغو پروسیجرونو/کړنلارو سره په مطابقت حل کېږي چې د کارکوونکو د ناوړه چلند د څېړنې او حل په پروسه کی د پلی کیدو وړ وي.
  2. تعریفونه

    د جنسي نوعیت هر ناوړه چلند د ټائټل IX په ځورونه کې نه راځي کوم چې د دې مقررې په دریمه برخه (C) کې تشریح شوی دی. د ټائټل IX د جنسي ځورونی تعریفونه او د نورو کلیدي اصطلاحاتو تعریفونه هم په XV برخه، د لغاتو فهرست، کې وړاندی شوي دي.
  3. د ټائټل IX محفاظتونه/خوندیتوبونه
    1. د PWCS زده کوونکی او کارکوونکی د ټائټل IX قانون لخوا په هر ډول تعلیمي پروګرام یا په فعاله توګه پلی کیدونکی پروګرام کی د ټائټل IX جنسی ځورونی په شمول د جنسی تبعیض څخه خوندی شوي دي.
    2. د ټائټل IX قانون زده کوونکی او کارکوونکی د ټائټل IX جنسی ځورونی په شمول د جنسی تبعیض څخه ژغوري یا خوندی کوي، پرته د ځواب ویوونکی (متهم) یا د شکایت کوونکی د جنسیت په پام کی نیولو پرته، د بیلګلی په توګه، که ځواب ویوونکی او شکایت کوونکی یو جنسیت هم ولري.
    3. د ټائټل IX جنسي ځورونه د جنس/جنسیت پر اساس یو داسې چلند دی چې د لاندې ذکر شویو څخه په یو یا زیاتو شکلونو سره وي:
      1. د PWCS کارکوونکی چې یو کس ته یی د PWCS مرستی، ګټی یا خدمات وړاندی کولو په بدل کی په ناوړه جنسی عمل کی د ښکیل کیدو شرط وړاندی کړئ وي;3
      2. د جنسي بڼی یو داسی ناخوښه چلند چې د یو معقول شخص لخوا مشخص کیږي کوم چی دومره سخت، نفرت انګیز، او په موخه ییزه توګه ځورونکی وي چې په موثره توګه د زده کړې پروګرام یا فعالیت ته د زده کوونکی په مساوي ډول د لاسرسی لرلو مخه نیسی.
      3. په یارۍ دوستی کی تاوتریخوالی، کورنی تاوتریخوالی، جنسي تیری، یا تنګول.4
  4. د PWCS چاواکو ته د جنسي بڼی لرونکی ناوړه چلند په اړه راپور ورکول
    1. د ښوونځي ټولنې ټول غړي دا مسٔولیت په غاړه لري چې د جنسي بڼی/نوعیت لرونکی ناوړه چلند په اړه د ښوونځي چارواکو ته راپور ورکړي. PWCS ټول زده کوونکي هڅوي، او ټول کارکوونکی اړ کوي، چې د جنسي بڼی لرونکی هر ډول ناوړه چلند په اړه په سمدستي توګه د لاندې ذکر شوي طریقو له لاری راپور ورکړي.
      1. یو زده کوونکی یا د زده کوونکي والدین باید د جنسي بڼی یا نوعیت لرونکی ناوړه چلند په اړه په سمدستي ډول د ټائټل IX کوردیناتور ته راپور ورکړي، که څه هم، د PWCS هر کارکوونکی کولی شي چی دغه ډول راپورونه ترلاسه کړي.
      2. د PWCS یو کارکوونکی چې یو داسی راپور تر لاسه کړي چی جنسی بڼه لرونکی ناوړه چلند پکی ادعا شوۍ وي چی یو یا ډیر زده کوونکی پکی ښکیل وي؛ څوک چې د یو زده کوونکي لخوا یا د یو زده کوونکي پر ضد ناوړه چلند مشاهده کړي؛ یا څوک چې د یو یا زیاتو زده کوونکو لخوا جنسي ناوړه چلند سره مخ شوی وي، اړ دۍ چې د دې کار په اړه په سمدستی ډول او په هر صورت کې د پېښې د وخت څخه په 24 ساعتونو کې دننه د ټائټل IX کوردیناتور؛ د ښوونځی مدیر؛ د مدیر مرستیال؛ یا، که چیرته کارکوونکی ښوونځي میشته نه وي، د کارکوونکی نظارت کوونکی ته راپور ورکړي. د PWCS کارکوونکی مجبور او مکلف دی چې د ناوړه جنسي چلند د تورونو په اړه راپور ورکړي، پرته دا په پام کی نیولو چی آیا شکایت کوونکي د ناوړه چلند راپور ورکړی دی او که څرنګ.
      3. هر هغه د ښوونخی مدیر، د مدیر مرستیال، یا نظارت کوونکی چې د یو ادعا شوي ناوړه جنسی چلند راپور ترلاسه کړي چی پکی یو یا زیات زده کوونکی ښکیل وي، باید په نوبت سره د ناوړه چلند د تورونو په اړه د خبرېدو څخه وروسته په 24 ساعتونو کې دننه د ټائټل IX کوردیناتور ته راپور ورکړي. د ښوونخی مدیر، د مدیر مرستیال، یا نظارت کوونکی باید د تورونو په اړه لیول ایسی سویټ سپرانټینډنټ ته هم راپور ورکړي.
    2. ابتدايه راپور چې ورته پورته په A(1) یا A(2) برخه کې اشاره شوي، ښايي په شفاهي یا په لیکلې بڼه وي. د تبعیض یا ځورونی تورونو په اړه د راپور ورکولو فورمه د PWCS د موافقت او د زده کوونکو د ملاتړ د دفتر په ویب پاڼه 5 او د تنوع، مساوات، شمولیت، او موافقت لانچ پیډ کی شتون لري او کارول یی هڅول کیږي، که څه هم اړین نه دي.
    3. د ناوړه جنسي چلند ټول راپورونه چی یو یا زیات زده کوونکی پکی ښکیل وي، باید د ټائټل IX همغږي یا کوردیناتور ته یی په اړه خبر ورکړل شي او د ټائټل IX کوردیناتور لخوا به څیړل کیږي ترڅو دا معلومه کړي چې آیا ادعا شوې ناوړه چلند، که حقیقت ولري، د ټائټل IX جنسي ځورونه تشکیلوي یا ایجادوي او که څرنګ.
    4. چیرته چې د ادعا شوي ناوړه جنسي چلند راپورونو کی نور داسې سرغړونی/جرمونو هم شامل وي چې د PWCS "د چلند کوډ" لخوا منع شوي دي، نو دغه ډول جرمونه/سرغړونی به د ډسپلین د هغو پروسیجرونو سره سم څېړل کېږي او حل کېږي چې د PWCS په "چلند کوډ" کې ټاکل شوي دي، که چیرته د پلی کیدو وړ وي. که چیرته د ادعا شوي ناوړه جنسي چلند راپورونو کی د تبعیض او جنسي ځورونی تورونه هم شامل وي مګر چې د ټائټل IX جنسي ځورونه نه تشکیلوي، نو داسې تورونه به د هغو پروسیجرونو لاندې څېړل کېږي او حل کېږي کوم چې په مقرره 3-738 “په تبعیض یا ځورونه کی د ښکیل زده کوونکو پر ضد د تورونو حل” کې ټاکل شوي دي.
    5. دا مقرره یو زده کوونکی چې په جنايي جرم محکوم شوي وی، چې باید د "ویرجینیا کوډ" د فرعي برخې  260-16.1§ G سره سم سپرانټینډنټ ته افشاء شي، د "ویرجینیا کوډ" 277.1:2:1-22.1 § او د (PWCS) پی دبلیو سی ایس 1-681 مقرری، “غیر دودیزه تعلیمی پروګرامونو” سره په مطابقت یو متبادل تعلیمي پروګرام ته د بیا ګمارولو څخه نه معاف کوي.
  5. د ادعا شوي ناوړه جنسي چلند راپورونو ته د ټائټل IX د کواردیناتور غبرګون
    1. د ټائټل IX کوردیناتور به ټول راپورونه ارزوي تر څو دا معلومه کړي آیا ادعا شوئ ناوړه چلند د دې مقررې تر لاندې د ټائټل IX جنسي ځورونه تشکیلوي او که څرنګ.
    2. که چیرته ادعا شوئ ناوړه چلند د ټائټل IX قانون تر لاندی جنسي ځورونه نه تشکیلوي، نو د ټائټل IX کوردیناتور به د دغی په اړه د ښوونځي مدیر ته خبرتیا ورکوي. د ښوونځی مدیر به بیا د انضباطي کړنلارو تر لاندی ادعا شوئ ناوړه چلند څېړي کوم چې د PWCS په " چلند کوډ" کې ټاکل شوي دي، که چیرته د پلی کیدو وړ وي.
    3. که چیرته ادعا شوئ ناوړه چلند د ټائټل IX تر لاندی جنسي ځورونه تشکیلوي، نو د ټائټل IX کوردیناتور به په سمدستی ډول شکایت کوونکي سره اړیکه ټینګوي تر څو د ملاتړی تدابیرو د شتون په اړه ورسره خبرې وکړي، ملاتړي تدابیرو ته په کتو سره به د شکایت کوونکی خواهشات په پام کی نیسی، شکایت کوونکی ته به د ټائټل IX د جنسي ځورونی د رسمي شکایت ("رسمي شکایت") ثبتولو او پرته د ثبتولو د ملاتړي تدابیرو د شتون په اړه خبر ورکوي، او شکایت کوونکي ته به د رسمي شکایت ثبتولو پروسه تشریح کوي. که چیرته شکایت کوونکی یو کارکوونکی وي، نو د بشري سرچینو څانګی ته به خبر ورکول کیږي. شکایت کوونکي ته به د دې مقررې او د دې مقررې د لومړئ ضمیمی، “د ټائټل IX جنسي ځوړونی فورمی رسمي شکایت” یوه کاپي ورکول کیږي.
    4. که چیرته متهم یا ځواب ویوونکی د PWCS کارکوونکی وي یا د PWCS تر کنړول لاندې دریم فریق وي، د ټائټل IX کوردیناتور به په سمدستی ډول د بشري سرچینو رئیس، او بل هر مناسب ایسی سویټ سپرانټینډنټ ته خبر ورکوي. دا ډول تورونه باید د هغو پروسیجرونو سره سم حل شي چې د کارکوونکو د ناوړه چلند په څېړنه او حل باندی د پلی کیدو وړ وي.
    5. د ټائټل IX کوردیناتور به د ناوړه جنسي چلند د ټولو راپورونو ریکارډ ساتي چې زده کوونکی پکی ښکیل وي تر څو PWCS سره د دغه ډول چلند د څارلو، حل کولو او په PWCS کی د مخه نیولو په هڅو کې مرسته وکړي.
  6. ملاتړی تدابیر/خدمات
    1. ملاتړی تدابیر/خدمات غیر انضباطي، غیر مجازاتي انفرادي خدمتونه دي چې په مناسب ډول، په معقوله توګه شتون لرلو سره، او پرته د فیس یا لګښت شکایت کوونکي یا ځواب ویوونکی (متهم) ته د رسمي شکایت د ثبتولو څخه مخکې یا وروسته وړاندی کیږي یا په هغه صورت کې چې رسمي شکایت نه وي ثبت شوی. د هغه تدابیرو په شمول چې د ټولو خواوو یا د PWCS د تعلیمي چاپېریال خوندي کولو لپاره، یا د ټائټل IX جنسی ځورونی د مخنیوي لپاره طرحه شوي دي، دا ډول تدابیر په بل جانب باندی د غیر معقول بوج اچولو پرته د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته په مساوي ډول لاسرسی بحال کولو یا دوام ساتلو لپاره ډیزاین شوي دی.
    2. کله چې ادعا شوۍ ناوړه جنسي چلند د ټائټل IX قانون تر لاندی جنسي ځورونه په ډاګه کړي، نو د ټائټل IX کوردیناتور باید د مدیر یا د مدیر مرستیال او، که اړینه وي، د لیول ایسی سویټ سپرانټینډنټ سره په مشوره دا معلومه کړي چې آیا د ادعا شوي ناوړه چلند مخه نیولو، د یو یا زیاتو زده کوونکو یا نورو کسانو د خوندی کولو او/یا د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته لاسرسي ساتلو لپاره ملاتړی تدابیر اړین دي او که څرنګ. په ملاتړی تدابیرو کې ممکن دا ذکر شوي شامل وي، مګر دغو پوری محدود نه دي: سلا مشوری؛ د وروستی نیټو یا د کورس اړوند نور معملات برابرول؛ د ټولګي د ناستی ځائ بدلول؛ د ټولګي مهالویشونه تبدیلول؛ مجازي زده کړو کی ګمارل؛ 1-721 مقرری, ”د زده کوونکی لیږدونی – وړکتون/ابتدایهٔ/منځنی ښوونځی,” یا 2-721 مقرری, “د زده کوونکی لیږدونی – عالي ښوونځئ”; سره په مطابقت په اداری توګه بل ښوونځي ته لیږدونه؛ د بس تعینات بدلول؛ د غرمۍ خواړو مهالویشونه یا ترتیبات بدلول؛ د لاکرونو له سره ورکول؛ د جانبینو ترمینځ په اړیکه محدودیت لګول؛ امنیت او نظارت زیاتول؛ او، که د پلی کیدو وړ وي، د جانبینو یا د جانبینو د ښوونځی چارواکو په وړاندیز د هر جانب د 504 خدماتو ټیم یا د انفرادي زده کړی پروګرام (IEP) ټیم غونډه رابلل.
    3. ملاتړی تدابیر به تر هغه حده محرمانه ساتل کېږي چې محرمانه ساتنه د ملاتړي تدابیرو په وړاندې کولو کې د PWCS وړتیا ته زیان ونه رسوي.
  7. د خوندیتوب په موخه په بیړنی ډول ایستل/لیری کول
    1. کله چې دا مشخص شي چې د ټائټل IX د جنسي ځورونی د تورونو له امله د یو زده کوونکي یا هر بل تن فیزیکی روغتیا یا خوندیتوب ته سمدستي ګواښ رامینځته کېږي، نو د ښوونځي مدیر، د ټائټل IX د کوردیناتور په موافقې سره کولی شي چې ځواب ویوونکی (متهم) د PWCS د هر تعلیمي پروګرام یا فعالیت، یا دواړو څخه وباسي؛ خو په دې شرط چې لومړی د متهم یو انفرادي شوی د خوندیتوب او خطر تحلیل ترسره شوی وي. هر ځواب ویوونکی (متهم) چې په سمدستی ډول د ایستلو وړ وي، مؤقتی تعلیمي خدمتونه به ورته وړاندې کیږي.
      1. په بیړنی ډول د ایستل کېدو پر ضد اپیل: په بیړنی ډول له ایستل کېدو وروسته، ځواب ویوونکی (متهم) ته به په لیکلې ډول خبرتیا/نوټس ورکول کېږي او کولی شي چی د هر ډول دلیل او ثبوتي معلوماتو ورکولو په شمول د دا ډول اقدام پر ضد مناسب لیول ایسی سویټ سپرانټینډنټ ته په لیکلي ډول اعتراض سپارلو سره دا اقدام چیلنج کړي یا وننګوي.
      2. لیول ایسی سویټ سپرانټینډنټد به د انفرادي خوندیتوب او خطر د تحلیل سره یو ځای د متهم لیکلي بیان ګوري او په پنځو کاري ورځو کی دننه پرېکړه کولو سره به په بیړنی ډول ایستل تایٔیدوي یا اپیل به منظوروي او ځواب ویوونکی ( متهم) به د PWCS تعلیمي پروګرام یا فعالیت، یا دواړو، ته بېرته ستنوي.
    2. په بیړنی ډول ایستل چی پکی یو داسې ځواب ویونکی (متهم) ښکیل وي چې د IEP پلان یا د 504 پلان زده کوونکی وي، باید د دی مقرری په XI برخه کی ټاکل شوي پروسیجرونه تعقیب شي.
  8. په غیر رسمي ډول د تورونو حل:
    1. په غیر رسمي ډول د حل پروسه د شکایت کونکي او ځواب ویوونکی یا متهم تر مینځ په داوطلبانه شکل، منظمی خبری اتری دی ترڅو د رسمي شکایت درج کیدو وروسته او د اوریدنې یا مسٔولیت مشخص کونی پروسی څخه وړاندی تورونه یا ستونزه حل کړي، که چیرته ورته موقع وړاندی شي. غیر رسمي حلونه باید د لاندې پیرامیټونو/تدابیرو سره مطابقت ولري:
      1. غیر رسمي حل باید په بشپړه توګه داوطلبانه وي، او دواړه خواوې باید د غیر رسمي حل په پروسه کې د ګډون کولو لپاره په لیکلې توګه رضايت څرګند کړي.
      2. که چیرته شکایت کوونکی یو زده کوونکی وي او ځواب ورکوونکی یا متهم یو کارکوونکی وي، نو د غیر رسمي لاری د ستونزی حل لپاره به فرصت نه وړاندې کیږي.
      3. غیر رسمي حل دواړه خواوی نه اړ کوي چې له یو بل سره له مخامخ څخه وګوری یا حتی په یو خونه یا کوټه کې شتون ولري.
      4. خواوی/جانبین کولی شي چی خپلو سلاکارانو سره مشوری وکړي یا خپلو سلاکارانو ته ووایی چی حضور پیدا کړي هر کله چې د غیر رسمي لاری د حل غونډی تر سره کیږي.
      5. د غیر رسمي لاری د حل پروسه باید په مناسب وخت کې بشپړه شي، مګر چی د ښه علت پرته د 10 کاري ورځو څخه زیاته غیر حاضری پکی نه وي لکه څرنګ چې د اسانتیاوی برابرونکی لخوا مشخص شوي.
      6. دواړه خواوی د حل د موافقی/تړون لاسلیک کولو پابند دی.
    2. د غیر رسمي حل پروسه باید په لاندې ډول وي:
      1. د رسمي شکایت په ترلاسه کولو سره، د ټائټل IX کوردیناتور ممکن خواوو یا جانبینو ته دا فرصت وړاندی کړي چې د غیر رسمي حل په پروسه کی ښکیل شي. همدا ډول، د رسمي شکایت د خبرتیا ترلاسه کولو وروسته، شکایت کوونکی یا ځواب ویوونکی (متهم) کولی شي په لیکلي ډول د ټائټل IX کوردیناتور ته عریضه وکړي چې بل اړخ/جانب ته دی د غیر رسمي حل پروسی فرصت وړاندي کړي. د ټائټل IX کوردیناتور یوازینی کس دی څوک چې د تورونو/ادعاګانو په نظر کی نیولو سره دا مشخص کوي چې آیا غیر رسمي حل مناسب دی او که څرنګ.
      2. د ټائټل IX کوردیناتور او/یا د کوردیناتور لخوا روزل شوی کس (له دې وروسته "اسانتیاوي برابرونکی/سهولت کار") به د غیر رسمي حل پروسې نظارت کوي. اسانتیاوي برابرونکی کس به د غیر رسمي حل لاری چاری او تجویز شوي شرایط به هر اړخ/جانب ته په خپلواکه او په لیکلي ډول وړاندې کوي. ټول اړونده ارتباطات به د اسانتیاوي برابرونکی کس له لارې شریک کیږي. په غیر رسمي حل کی ګډون کول د ټولو خواوو لپاره یو داوطلبانه عمل دی او د ټولو اړخونو/خواوو لخوا به په بشپړ ډول باخبره او په لیکلي بڼه رضایت ورکولو ته اړتیا وي. که چیرته هر یو اړخ/جانب د تجویز شوي شرایطو سره موافقه ونه کړی، یا د غیر رسمي حل پروسه پیل کولو سره لیوالتیا نلري، نو د شکایت پروسه به دوام مومي. هر یو اړخ چې د غیر رسمي حل پروسی پیل کولو څخه انکار کوي، کولئ شي د شکایت پروسې د حل څخه وړاندی هر وخت خپله اراده بدله کړي او کولی شي د دې برخې قانون سره په مطابقت د ټائټل IX کوردیناتور ته عریضه وړاندی کړي.
      3. که چیرته سهولت کار د غیر رسمي حل په پروسه کې د ګډون لپاره د دواړو خواوو څخه رضایت ترلاسه کړي، سهولت کار/اسانتیاوی برابرونکی کس به دواړو خواوو ته خبرتیا ورکوي چې د غیر رسمي حل پروسه به پیل کیږي. د غیر رسمي حل په خبرتیا کی باید لاندی شامل وي:
        1. د غیر رسمي حل په پروسې کې د ګډون کولو یا د ګډون پائ ته رسولو لپاره د اړخونو/خواوو حقوق، لکه څرنګ چې پدې برخه کې تشریح شوي دي.
        2. او دا چی آیا د غیر رسمي حل پروسه به په فیزیکی ډول د لیدو له لاری، په ژوندۍ بڼه د ویډیو یا ټیلیفوني کنفرانس له لارې، یا د دریم ګړي له لارې (د بیلګې په توګه، په جلا خونو کې د خواوو سره) تر سره کیږي.
        3. د حل د پروسې جوړښت، په شمول د منځګړیتوب، خبرو اترو اسانتیاوو، د شخړو له منځه وړلو روزنی، او د روغی جوړوي کولو تدابیرو مګر دغو پوری محدود نه دي.
        4. د بنسټیزه غیر رسمي حل غونډې نیټه، وخت او ځای او هغه نیټه چی ور پوری باید د غیر رسمی حل پروسه بشپړه شي؛ او
        5. هغه کسان چې پکې به ګډون کوي.
      4. سهولت کار باید د دې برخې سره په مطابقت د هرې غونډې لپاره د غیر رسمي حل خبرتیاوې صادر کړي، که چیرته د غیر رسمي حل په پروسه کې له یو څخه زیاتی خبرتیاوی صادرول اړین وګڼل شي.
      5. تر هغه پوری چی د دواړو خواو لخوا په لیکلی ډول د حل تړون لاسلیک نشي، هر اړخ/جانب کولی شي پرته له جریمې د غیر رسمي حل څخه په شا شي. که چیرته هر اړخ/جانب د غیر رسمي حل څخه په شا شي، د رسمی شکایت پروسته به بیرته دوام مومي.
      6. سهولت کار واک لري چې د حل پروسه پائ ته ورسوي که چیرته سهولت کار په دې باور وي چې یو یا دواړه خواوي په ښه نیت سره کار نه کوي. که چیرته دا کار رامنځ ته شي، د شکایتونو رسمي بهیر به بیرته دوام ومومي.
      7. دواړه خواوې او سهولت کار به د وروستي پایلی یا پایلو/تړون برخه جوړیدلو لپاره د تجویز وړاندی کولو فرصت ولري. د غیر رسمي حل په تړون کې ممکن د مسؤلیت منلو اعتراف، د ناسمو تورونو لګولو اعتراف، انضباطي/ مجازاتی بندیزونه، سلا مشوری، او په تعلیمي پروګرام کې ښکیلتیا شامل وي، مګر دغو پوری محدود نه دي.
      8. سهولت کار او دواړه خواوې باید ټول د غیر رسمي حل پایلو سره موافق شي. د دغی کار د تر سره کیدو په صورت کې، سهولت کار/اسانتیاوی برابرونکی به مزاکراتو د پایلو سره یو ځائ د خواوو/اړخونو د لفظي موافقې پر بنسټ یو پابند جوړونکی تړون لیکي. په جلا توګه، دواړه خواوو ته به بیا د دې غیر رسمي حل د تړون لاسلیک کولو فرصت وړاندې کړي. که چیرته یو اړخ هم د دې موافقتنامې له لاسلیک کولو څخه انکار وکړي، غیر رسمي حل به ناکام وګڼل شي، او د شکایت پروسه به بیرته دوام مومي.
    3. د ریکارډ ساتل او د غیر رسمي حل په پروسه کې د لاسته شوي معلوماتو کارونه
      1. د غیر رسمي حل پروسې سره په مطابقت هر وروستی تړون/حل به مستند کیږي او د ټائټل IX د ریکارډ ساتلو شرایطو سره سم به ساتل کیږي او لاندی ځاي کی په XII برخه کې به په ګوته کیږي.
      2. د سهولت کار، جانبینو/اړخونو، یا د پروسې پر مهال د حاضرو کسانو لخوا باید د غیر رسمي حل پروسې هیڅ ریکارډ/ثبت تر سره نشي.
      3. اجازه نه ورکول کیږي چی د غیر رسمي حل پروسې په جریان کې ورکړل شوي بیانونه/څرګندونی د کوم جانب/اړخ پر ضد وکارول شي، که چیرته یو یا دواړه اړخونه/خواوي د غیر رسمي حل پروسې پائ ته رسول او د شکایت پروسی ته دوام ورکول خوښ کړي یا که چیرته سهولت کار/اسانتیاوی برابرونکی د غیر رسمي حل پروسه پائ ته ورسوي.
  9. د ټائټل IX جنسي ځورونی رسمي شکایت لپاره د ټائټل IX د شکایت پروسه
    1. د رسمي شکایت ثبتول:
      1. یو شکایت کوونکی کولی شي چې د ټائټل IX د جنسی ځورونی ادعا کولو او د PWCS لخوا د څیړنی وړاندیز کولو سره یو رسمي شکایت لاسلیک کړی او د ټائټل IX کوردیناتور ته یی وسپاری. که چیرته چې لازمي وي، د ټائټل IX کوردیناتور ممکن رسمي شکایت لاسلیک کړي چی پکی د یو متهم یا ځواب ویوونکی پر ضد د ټائټل IX جنسي ځورونی ادعا شوي وي، او څیړنه پیل کړي. په دغه ډول رسمي شکایت کی، د ټائټل IX کورديناتور نه شکایت کوونکی دی او نه د شکایت کوم اړخ/جانب دی.
        1. وړوالی: د رسمي شکایت ثبتولو په وخت کی، شکایت کوونکی باید د PWCS په تعلیمي پروګرام یا فعالیت کی ګډون کوي یا د ګډون کولو هڅه کوي.
        2. شکایت داخلول/ثبتول: شکایت کوونکی کولی شي چې رسمي شکایت د ټائټل IX کوردیناتور ته لاس په لاس ورکړي، یا د متحده آیالاتو د پوسټ له لارې، یا د الیکټرونیکي میل له لارې واستوي. د دې مقررې لومړئ ضمیمه، “د ټائټل IX جنسي ځورونی د رسمي شکایت فورم” څخه ګټه پورته کونه هڅول کېږي، مګر اړینه نه ده چی وکارول شي، او د ټائټل IX د کوردیناتور څخه ترلاسه کېدلی شي.
      2. د رسمي شکایت په ترلاسه کولو سره، د ټائټل IX کوردیناتور به د هغې یوه کاپي د شکایت کوونکي او د ځواب ویوونکی (متهم) ښوونځیو مدیر/مدیرانو او لیول ایسوسی ایټ سپرنټنډنټ ته استوي.
    2. د رسمي شکایت یا مشخصو تورونو ردول:
      1. د ټائټل IX کورديناتور به رسمي شکایت یا په رسمي شکایت کې مشخص تورونه ردوي که چیرته بنسټیزه/ابتدايي څېړنه دا په ډاګه کړي چې ناوړه چلند: (الف) د ټائټل IX جنسي ځورونه نه تشکیلوي لکه څرنګ چې ددې مقررې په (C) برخه کې تعریف شوی دي؛ (ب) د PWCS په تعلیمي پروګرام یا فعالیت کې نه وی رامنځ ته شوئ؛ یا (ج) د یو کس پر ضد په متحده ایالاتو کې نه وی رامنځ ته شوئ.
      2. د ټائټل IX کوردیناتور کولی شي یو رسمي شکایت یا په رسمي شکایت کې مشخص تورونه رد کړي که چیرته د ټائټل IX شکایت پروسې پر مهال په هر وخت: (الف) یو شکایت کوونکی د ټائټل IX کوردیناتور ته په لیکلي ډول خبر ورکړي چې شکایت کوونکی خپل رسمي شکایت یا په هغې کې لګول شوی تور بېرته اخیستل غواړي؛ (ب) شکایت کوونکی د PWCS په تعلیمي پروګرام یا فعالیت کې ګډون نه کوي او نه پکې د ګډون کولو هڅه کوي؛ (ج) ځواب ویوونکی (متهم) نور په PWCS کې شامل نه دی؛ یا (د) مشخص شرایط/حالات د داسی ثبوت راغونډولو مخه نیسی کوم چې د یو رسمي شکایت یا په رسمي شکایت کې د مشخصو تورونو په اړه پریکړي ته د رسیدلو لپاره کافي وي.
      3. د رسمي شکایت هر جانب/اړخ کولی شي چی د ردولو پریکړي خبرتیا تر لاسه کولو په پنځو ورځو کی دننه د ټائټل IX کوردیناتور ته په دې مقررې کی د دویمی ضمیمی، “د ټائټل IX شکایت پروسې لپاره د اپیل فورم” په سپارلو سره یا په لیکلي ډول بیان ورکولو سره چې پکی د ردولو پریکړه ننګول شوي وي، د رسمي شکایت یا په رسمي شکایت کې د مشخصو تورونو د ختمولو پر ضد اپیل وکړي. د اپیل/استناف د فورم څخه ګټه پورته کونه هڅول کېږي، مګر اړینه نه ده چی وکارول شي، او دواړو خواوو/جانبینو ته به په لاس ورکړل شي. هر اپیل لاندې یو یا زیاتو لاملونو پورې محدود دی:
        1. د کړنلاری بی قاعدګي چې په مشخص کونه یی اغېزه درلودلی وي؛
        2. نوی ثبوت چې د مشخص کونی پر مهال په معقولی ډول موجود نه وو، مګر کوم چې پایله باندی اغیزه درلودلی شي؛ یا
        3. د ټائټل IX کوردیناتور، د ټائټل IX څېړونکی، یا د ټائټل IX پریکړه کوونکي د یو جانب/اړخ سره شخصی ګټی په تګر وي یا تعصب درلود چې پایله یی اغیزمن کړی وه.
      4. کله چې د رسمي شکایت یو جانب د اخراج د پرېکړې پر ضد اپیل/استناف پیل کړي، نو د ټائټل IX کوردیناتور به بل جانب/اړخ ته په لیکلي ډول خبرتیا ورکوي. د اپیل یا استناف د لیکلي بیان د خبرتیا په پنځو تقویمي ورځو کی دننه، نه اپیل کوونکی خوا / جانب کولی شي چې د ټائټل IX کوردیناتور ته د اخراج د پرېکړې په ملاتړ یو لیکلی بیان وسپاری.
      5. د ټائټل IX کوردیناتور به د ټائټل IX پرېکړه کوونکي ته د اخراج پرېکړه، د اپيل بیان او ځوابی بیان ورکوي. په لسو رسمي ورځو کی دننه، د ټائټل IX پرېکړه کوونکی به په عین وخت کې دواړو جانبینو ته د اپيل پایله او د دلیل په ذکر کولو سره لیکلې پرېکړه صادروي. د ټائټل IX پرېکړه کوونکي پرېکړه وروستی/نهایی ده.
      6. د دې مقرری د IX(B)(1) برخې تر لاندې د رسمي شکایت ردول یا د PWCS "د چلند کوډ" تر لاندې د دغه ډول ردونی اپیل باید د انضباطي عمل مخه ونه نیسي او نه یی وځنډوي.
    3. د رسمي شکایت منظورول او جانبینو ته خبرتیا:
      1. د رسمي شکایت د منل کیدو وروسته، د ټائټل IX کوردیناتور به جانبینو ته ددې مقررې یوه کاپي ورکوي، او د PWCS د ټائټل IX د شکایت پروسه به ورته شریح کوي. د ټائټل IX کوردیناتور به د بنسټیزه مرکی څخه وړاندی د ځواب ویلو لپاره د چمتوالی نیولو په موخه د کافی اندازه وخت سره هر یوي خوا/جانب ته د لاندې ذکر شویو په اړه لیکلې خبرتیاوی هم ورکوي: (الف) هغه تور (تورونه) چې په احتمالي توګه د ټائټل IX جنسي ځورونه تشکیلوي، په شمول د جانبینو د هویتونو چې په پېښه کې ککړ/ښکیل وي، که معلوم وي؛ هغه ناوړه چلند چې د ادعا په توګه د ټائټل IX جنسي ځورونه تشکلیوي؛ او د ادعا شوې پېښې نېټه او موقعیت، که معلوم وي؛ (ب) دا فرضیه چې متهم د ادعا شوي ناوړه چلند مسٔول نه دی او دا چې د مسٔولیت مشخص کونه یا ټاکنه به یوازې د ټائټل IX د شکایت پروسې په پائ کې تر سره کېږي؛ (ج) د هر جانب د یو سلاکار لرلو حق، کوم چې ممکن وکیل وي، خو لازمي نده چې وکیل وي؛ (د) د هر جانب دا حق درلودل چې ځینې ثبوتونه معاینه کړي او وګوري؛ او (ر) په پوهې سره د ښوونځي چارواکو ته د ناسم بیانونو ورکولو یا ناسم معلوماتو سپارلو پر ضد د PWCS "د چلند کوډ" ممانعتونه، او د کوم کس پر ضد غچ اخیستونکی اقدام کول یا یو کس د راپور ورکولو څخه یا د ټائټل IX د شکایت په پروسې کی د ګډون کولو څخه منع کول.
      2. د هر ډول رسمي شکایت لپاره د ټائټل IX د شکایت پروسه چې د ټائټل IX د کوردیناتور لخوا منل/تصویب شوې وي، په عام ډول باید په 60 رسمي ورځو کی دننه باید سر ته ورسول شي، پرته له دی چې د ټائټل IX کوردیناتور، د ټائټل IX څېړونکی، د ټائټل IX پرېکړه کوونکی، یا د استیناف اړوند پرېکړه کوونکی د ټائټل IX د شکایت پروسه په مؤقتی ډول وځنډوی یا د یو ښه دلیل لپاره یی وغځوي او دواړه شکایت کوونکي او متهم ته د ځنډ یا غځولو د اقدام او د دلیل (دلیلونو) په اړه په لیکلې توګه خبرتیا ورکړي. په ښو لاملونو کې ذکر شوی شامل دي مګر دغو پوری محدود نه دي، د رسمي شکایت د یو شاهد یا یوی خوا غیر حاضري یا نه شتون؛ په عین وخت کې د نافذ قانون یا د ماشومانو د حفاظت خدمتونو (CPS) فعالیت؛ د ژباړنی مرستې یا د معلولیت اسانتیاوو ته اړتیا؛ یا د دی مقرری سره په تړاو نور شرایط/حالات چې د PWCS چاری اغېزمنی کوي.
    4. د رسمي شکایت څیړنه / تفتیش:
      1. عمومي: په رسمي شکایت کې تورونه باید وڅیړل شي، او شکایتونه ممکن یو ځای کړل شي کله چې دا ډول شکایتونه د یو ډول حقایقو یا شرایطو څخه رامینځته شوي وي یا په بل ډول یو بل سره تړاو ولري. شرایطو ته په کتو سره، څیړنی به په معقولې ډول په تېزۍ سره ترسره کېږي او ممکن د CPS، پولیسو، یا نورو حکومتی چارواکو لخوا د هر ډول بلی څېړنې سره یو ځای ترسره شي او/یا وغځول شي.
      2. د کار وسعت/پراختیا: کله چې مناسب وي، څیړنه ښايي د شکایت کوونکي، متهم یا نورو کسانو سره چې د حقایقو او شرایطو په اړه خبرداری لري، په یوه یا زیاتو شخصي مرکو مشتمل وي. په څیړنه کې همداراز ښايي د نورو هر ډول معلوماتو او موادو کتنه هم شامله وي چې اړوند ګڼل کېږي، هغه که د جانبینو لخوا په ګوته شوي یا افشاء شوي یا نه. په داسې معلوماتو یا موادو کې ښايي ویډیوی تصویرونه، عکسونه/انځورونه، بریښنالیکونه، متني پېغامونه، او د ټولنیزو رسنیو ارتباطات شامل وي، مګر تر دغو پوری محدود نه دي.
        1. د شکایت هر جانب کولی شي چې د خپلې خوښې یو سلاکار له ځانه سره ولري، کوم چې ښايي یو وکیل وي اما اړینه نده چې وي. د PWCS کارکوونکی به د ټائټل IX د سلاکارانو په توګه دنده نه تر سره کوي او PWCS به هیڅ جانب ته د سلاکار خدمتونه نه وړاندی کوي. دا به د هر جانب خپل مسٔولیت وي چې په وخت سره د ټائټل IX کوردیناتور ته د سلاکار د هویت او د اړیکی ټینګولو معلوماتونو په اړه خبر ورکړي. مور/پلار باید د زیر سن یا کم عمر خوا/جانب سره په مرکه کې یا په هر ډول بله غونډه کی ملتیا وکړي کله چی د جانب موجودیت پکی لازمی وي؛ یو سلاکار کولی شی چی د یو جانب په بلنه حضور پیدا کړي. په ټولو مرکو او ملاقاتونو کې د اوریدنی/استماعیی غونډی په استثناء د هری خوا/جانب د سلاکار رول به د یو خاموش/چپ شاهد پوری محدود وي.
        2. د رسمي شکایت هر جانب چې ګډون کولو ته بلنه ورکول شوی وي یا یې ورڅخه تمه کېږي، هغوي ته به د ګډون کولو لپاره د چمتووالي نیولو په موخه د کافي اندازه وخت ورکولو سره د نېټې، وخت، موقعیت، د ټولو مرکو او غونډو موخو په اړه په لیکلې بڼه خبرتیا ورکول کیږي.
        3. د رسمي شکایت هر جانب به د ثبوت وړاندې کولو او شاهدانو معرفي کولو لپاره یو برابر فرصت ولري.
      3. اضافي تورونه: که چیرته د څیړنی په اوږدو کې، د ټائټل IX څېړونکی د شکایت کوونکي یا ځواب ویوونکی (متهم) په اړه د داسې تورونو څخه خبر شي چې د پورته ذکر شوي اتمې برخې (C) (1) له مخې په خبرتیا کې نه وي شامل کړل شوي، نو د ټائټل IX کوردیناتور به جانبینو ته د اضافي تورونو خبرتیا ورکوي.
      4. ثبوتونو ته د جانبینو لاسرسی: د تفتیشي راپور له بشپړولو او سپارلو څخه وړاندې، د موافقت څیړونکی به هری خوا/جانب او د هر جانب سلاکار ته یو برابر فرصت وړاندی کوي تر څو مستقیم ربط/تړاو لرونکی ثبوت معاینه کړي او وګوري.  په دې ډول لاسرسي کې به د اجباري کارونې یا د اسنادو د مسودی لپاره د موافقت څیړونکی شخصي یادداښتونو ته لاسرسی نه وي شامل. د موافقت څیړونکی به د مستقیم اړه لرونکی ثبوت خبرتیا څخه وروسته هر جانب ته لس تقویمي ورځې وخت ورکوي تر څو د موافقت څیړونکی د غور لپاره ثبوتونو ته په ځواب کی خپل لیکلې ځواب وړاندی کړي؛ د دغی ډول هر ځواب کاپي به بل جانب ته ورکول کېږي.
      5. تفتیشي راپور: په بشپړیدو سره، څیړنیز راپور چې په شفافه توګه د اړوند ثبوت لنډیز وړاندې کوي، هغه به د ټائټل IX پرېکړه کوونکي ته استول کېږي، او همدا راز د مسٔولیت مشخص کونی یا د اوریدنی، که کومه وي، څخه لږ تر لږه لس ورځی وړاندی د کتلو او ورته په لیکلی ډول ځواب ویلو لپاره هر جانب/خوا ته او د هر جانب سلاکار ته لیږدول کیږي. د څیړنیز راپور په اړه هر لیکلی ځواب باید د څیړنیز/تفتیشي راپور د خبرتیا تر لاسه کولو وروسته په لسو تقویمي ورځو کې دننه د ټائټل IX کوردیناتور ته وسپارل شي.
    5. د مسٔولیت مشخص کونه/ټاکنه:
      1. د رسمي شکایت هر جانب کولی شي چې د څیړنیز راپور خبرتیا تر لاسه کولو وروسته د ټائټل IX کوردیناتور له لارې په درې تقویمی ورځو کې دننه بل جانب ته یا هر بل شاهد ته په لیکلې بڼه اړوندې پوښتنې وسپاری. هغه پوښتنې چې د غیر اړوند پوښتنو په توګه ایستل کیږي، هغه به د ټائټل IX د پرېکړه کوونکي لخوا په ګوته کیږي او په اړه به یی توضیح ورکول کیږي.
        1. د ټائټل IX کوردیناتور واک نلري چې جانبین یا شاهدان دې ډول پوښتنو ته په ځوابونو ورکولو مجبور کړي. کوم جانبین او/شاهدان چې ځواب ورکوي، هغوي باید د پوښتنو د خبرتیا تر لاسه کولو وروسته په درې تقویمي ورځو کې دننه دا ډول ځوابونه د ټائټل IX کوردیناتور ته وسپاري.
        2. د ټائټل IX کوردیناتور به دغه ځوابونه بل جانب ته وړاندی کوي او په دغه موده کې به د محدود تعقیبي پوښتنو او ځوابونو اجازه ورکوي، لکه څرنګ چې د ټائټل IX کوردیناتور لخوا مناسب ګڼل کیږي، مګر چی د مسٔولیت ټاکنی څخه مخکې وي.
        3. د ټائټل IX پرېکړه کوونکی ممکن په خپل واحد اختیار سره د رسمي شکایت جانبینو ته په لیکلي ډول پوښتنی وړاندی کړي. کوم جانبین چې ځواب ورکول غوره کړي، هغوي باید د لیکلو پوښتنو د خبرتیا تر لاسه کولو وروسته په درې تقویمي ورځو کې دننه دغه ځوابونه وړاندی کړي. د ټائټل IX پرېکړه کوونکی به دواړو جانبینو ته دا ډول پوښتنې او ځوابونه وړاندی کوي.
      2. په هغه صورت کې چې رسمي شکایت ممکن د اوږدمهاله ځنډونی، بیا ځای پر ځائ کولو، او/یا د اخراج لپاره د سپارښتنی پایله ولري، د ټائټل IX پرېکړه کوونکی به هر جانب ته ددې فرصت وړاندی کوي چې د ټائټل IX زده کوونکو انضباطي اوریدنه کی ګډون وکړي. د ټائټل IX پرېکړه کوونکی به د سوپر انټینډنټ د اوریدنی افسر په توګه دنده تر سره کوي، او دا ډول اوریدنه باید د 1-681 مقرری، "غیر دودیز تعلیمي پروګرامونه"; 1-743 مقرری, “د زده کوونکو ډسپلین”; او 1-745 مقرری, “د اوږدی مودی لباره د زده کوونکو ځنډول یا اخراج.” تر لاندې د انضباطي موخو لپاره د ټاکلی پروسې شرایٔط هم پوره کړي.
        1. په هغه صورت کې چې د اوریدنی په پروسه کی د ګډون کولو لپاره وړاندیز وشي، نو د داسې اوریدنی لپاره لیکلي پروسیجرونه/کړنلاری باید جانبینو ته له مخکې څخه ورکړل شي.
        2. د دې ډول اوریدنی په اوږدو کې، د اوریدنی افسر به د هر جانب یا خوا سره په جلا ډول ویني.
        3. د یو مور/پلار څخه تمه کېږي چې یو زیر سن جانب سره د هغه یا هغې په اوریدنه کې ملتیا وکړي او یو سلاکار کولی شي چې د جانب/اړخ په بلنی سره شتون ومومي؛ مګر یوازی یو تن کولی شي چی د جانب لپاره وکالت وکړي.
        4. د اوریدنی/استماعیی افسر ممکن د هر جانب او د هر شاهد څخه پوښتنی وکړي څوک چې اوریدنی ته حاضریږي.
        5. اوریدنه به په دوه پړاوو کې مخی ته ځي. د لومړي پړاو ("د لومړئ پراو اوریدنه") پر مهال، د اوریدنی افسر به د دې مشخص کولو موخی لپاره چی آیا د ټائټل IX جنسي ځورنی سرغړونه تر سره شوي ده او که نه او د دی مقرری لپاره د ټائټل IX جنسي ځورونی د تورونو په اړه معلوماتونه اوري.
        6. اوریدنه به دویم پړاو ("د اوریدنی دویم پړاو") ته ادامه مومي که چیرته د استماعیې/اوریدنی افسر دا ومومي چې د ټائټل IX او دې مقررې څخه سرغړونه شوې ده او دی پایلی ته ورسیږي چې اوږدمهاله ځنډونه، یو متبادل تعلیمي پروګرام کی ځائ پر ځائ کونه، یا د اخراج لپاره سپارښتنه به یو مناسب حل وي. د اوریدنی/ استماعیې د دویم پړاو موخه دا ده چې د ویرجینیا کوډ 277.06- 22.1 § سره په مطابقت د اوریدنی/استماعیې افسر ته د ځواب ویوونکی (متهم) د ځانګړی حالاتو په اړه معلومات ورکړل شي، او دا چې آیا د اوږدمهاله ځنډونی، بیا ځلی ځای پر ځائ کولو یا اخراج لپاره سپارښتنی ته اړتیا شته او که څرنګ.
        7. هیڅ جانب نه شي کولئ چی د اوریدنی/استماعیې لومړي پړاو لپاره شاهدانو ته بلنه ورکړي. ځواب ویوونکی (متهم) کولی شي چی د دویم پړاو اوریدنی لپاره شاهدانو ته بلنه ورکړي؛ مګر دغه ډول شاهدان یوازې داسې ثبوت وړاندې کولی شي چې د متهم د ځانګړو شرایطو سره تړاو ولري، لکه څرنګ چې په 1-745 مقرره، "اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج"، کې تشریح شوي دي، په شمول د هغه ثبوتونو چې د سرغړونې د نوعیت او شدت پوری اړه ولري.
      3. اداري ریکارډ ته په کتلو او د ثبوت د دروندوالی معیار په تطبیقولو سره، د ټائټل IX د پرېکړه کوونکي په توګه د اوریدنی/استماعیې افسر، به دواړو جانبینو ته په یو وخت کې یوه لیکلې پرېکړه صادره کړي په کومه کې چې به شامل وي: د هغو تورونو پېژندنه چې په احتمالي ډول د ټائټل IX جنسی ځورونه تشکلیوي؛ د اجرائي اقداماتو لنډیز؛ د حقیقتونو موندنه؛ د هر تور په تړاو د مسؤلیت ټاکنی بیان او د هغې منطق؛ که مناسب وي، د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته د شکایت کوونکي د یو برابر لاسرسي رامنځ ته کولو دوامداره ساتلو لپاره هر ډول حل لاری؛ او د اپیل د پروسیجرونو/کړنلارو بیان.
      4. که چیرته هیڅ کوم اپیل ونه سپارل شي، مسٔولیت ټاکنه نهايي کېږي، او د ټائټل IX د شکایت پروسه په هغې نېټه پائ ته رسیږي په کومه چې اپیل نور په خپل وخت نه ګڼل کېږي. که چیرته اپیل وسپارل شي، نو د مسٔولیت ټاکنه په هغې نېټه نهايي کېږي په کومه چې ا اپیل پریکره کوونکی جانبینو/خواوو ته د اپيل د نتیجې په اړه په لیکلې ډول خبرتیا ورکړي.
      5. که چیرته د اوریدنی افسر/د ټائټل IX پرېکړه کوونکی دا مشخص کړي چې ځواب ویوونکی (متهم) د ټائټل IX جنسي ځورونی لپاره مسٔول نه دۍ مګر په څیړنه کی ناوړه چلند موندل شوي وو، پرته دا په پام کی نیولو چی آیا ناوړه چلند په رسمی شکایت کی د تورونو سره تړاو لري او که څرنګ، کوم چی ممکن د PWCS "د چلند کوډ" تر لاندې د ډسپلین کولو لپاره لار خواره کړي، د ټائټل IX پریکړه کوونکی به دا مسله بیرته د ښوونځی مدیر ته د کتنی او مناسب اقدام پورته کولو لپاره راجع کړي.
    6. د ټائټل IX حلونه/اصلاحات:
      1. په داسی حال کی چې د یو متهم پر ضد د ټائټل IX جنسي ځورونی د مسٔولیت ټاکنی پریکړه تر سره شوې وي، حلونه شکایت کوونکي ته وړاندی کیږي. حلونه/اصلاحات دې لپاره ډیزاین/طرحه شوي دی تر څو د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته مساوي لاسرسی بیرته فعاله کړی شي یا دوامداره وساتی.
      2. په حلونو کې ممکن هم هغه انفرادي خدمتونه شامل وي چې پورته په VI برخه کې د ملاتړي تدابیرو په توګه تشریح شوي دي. په حلونو کې ښايي همداراز د اصلاحي تدابیر او/یا ډسپلیني بندیزونه هم شامل وي چې ځواب ویوونکی یا متهم اغیزمن کوي څوک چی د ټائټل IX جنسي ځورونی لپاره مسٔول پیژندل شوي وي.
        1. د پېښې شدت او د PWCS د زده کوونکو د راتلونکي جنسي ځورونی څخه د خوندیتوب اړتیا په کتو سره، په اصلاحي تدابیرو کې ښايي ذکر شوي شامل وي، خو تر دغو پوری محدود ندي: د ټولګي مهاولیشونه تبدیلول؛ مجازي زده کړو ته ګمارل؛ د بس ځایونو کی تغیرات رامنځ ته کول؛ د شکایت کوونکي سره په اړیکه ټینګولو محدودیت لګول؛ په غیر نصابي او نصابي فعالیتونو کې د ګډون کولو امتیاز لغوه کول؛ یا د متبادل تعلیمي پروګرام پرته د PWCS بل ښوونځي یا پروګرام ته اداري انتقال.
        2. د پېښې شدت او د PWCS د زده کوونکو د راتلونکي جنسي ځورونی څخه د خوندیتوب اړتیا په کتو سره، په انضباطي بندیزونو کی ممکن لنډمهاله ځنډونه؛ اوږدمهاله ځنډونه، یو متبادل تعلیمي پروګرام ته بیاځلی ګمارنه، او/یا اخراج لپاره سپارښتنه شامل وي.
      3. هر اصلاحي تدابیر او هر متبادل تعلیمی پروګرام کی بیاځلی ځائ پر ځای کونه کوم چې د ټائټل IX پرېکړه کوونکي لخوا تحمیل شوي وي، هغه به د هغې نېټې څخه د پلی کیدو وړ وي په کومه نیټه چې مسٔولیت ټاکنه نهايي شوي وي.
      4. هر ډول لنډ مهاله ځنډونه چې د ټائټل IX پرېکړه کوونکي لخوا تحمیل شوی وي، هغه به د هغې نیټې څخه د پلی کیدو وړ وي په کومه نیټه چې د لیول ایسی سویټ سپرانټینډنټ لخوا د اپیل پریکړه وشي یا، که اپیل نه وي شوی نو په هغې نېټه باندی به د پلی کیدو وړ وي چی د اپیل کولو لپاره ټاکلی وخت پای ته ورسیږي یا تېر شي.
      5. هر ډول اوږدمهاله ځندونه چې د ټائټل IX پرېکړه کوونکي لخوا تحمیل شوی وي، هغه به د هغې نیټې څخه د پلی کیدو وړ وي چې د ښوونځی بورډ لخوا د اپیل پریکړه تر سره شي، یا که اپیل نه وي شوی، په هغې نېټه به د پلی کیدو وړ وي چی اپیل لپاره ټاکلی وخت تیر شي یا پائ ته ورسیږي.
      6. هر ډول اخراج به د هغې نیټې څخه د پلی کیدو وړ وي په کومه نیټه چې د ښوونځي بورد د اخراج پرېکړه کړې وي یا په بل ډول د ښوونځی بورډ لخوا تر سره شوي وي. په داسې هال کې چې پرېکړه د ښوونځي بورډ لخوا زیر التوا وي، ځواب ویوونکی یا متهم به تعلیمي خدمتونه د کمپیوټر اړوند پروګرام (CBI) له لارې ترلاسه کوي؛ یا، که چیرته متهم ځانګړي تعلیمي خدمتونه ترلاسه کوي، نو د PWCS د عام ښوونځي پرته یو بل موقعیت کې، به د داسې خدمتونو سره وړاندی کیږي چې د IEP پروسې سره په مطابقت مشخص کیږي.
    7. د استیناف محکمی کړنلاري / پروسیجرونه:
      1. د ټائټل IX د پرېکړه کوونکي د مسٔوولیت ټاکنی د پرېکړی په ضد د شکایت کوونکي یا متهم لخوا د هغو کړنلارو پروسیجرونو تر لاندې اپیل کېدلی شي چې لاندې ځای کی په H برخه کې تشریح شوي دي.
      2. که چیرته د ټائټل IX پرېکړه کوونکی دا مشخص کړي چې ځواب ویوونکی (متهم) د ټائټل IX جنسي ځورونی لپاره مسٔول دی، نو بیا متهم کولی شي د هر لنډمهاله ځنډونی، متبادل پروګرام کی د ګمارل کیدو، اوږدمهاله ځنډونی یا اخراج لپاره د سپارښتنې پر ضد اپیل وکړي لکه څرنګ چې لاندې په X برخه کې تشریح شوي. خو بیا هم، د دا ډول انضباطي بندیزو اپیل به تر هغه وخته پورې پروسس نه شي تر څو چې د مسٔولیت ټاکنی د پریکړې کوم اپیل پائ ته نه وي رسیدلی.
    8. د ټائټل IX پریکړه کونکي د مسؤلیت ټاکنی پریکړی پر ضد اپیل/استناف:
      1. د ټائئل IX شکایت پروسې تر لاندی، د ټائټل IX پریکړه کونکي لیکلي پریکړې پر ضد هر ډول اپیل د دې موندنې پورې محدود دی چې ځواب ویوونکی د ټائټل IX جنسي ځورونې لپاره مسؤل دی یا نه دی.
      2. د پریکړه کوونکی لخوا وضع شوي اصلاحی اقدامات د استیناف/اپیل وړ نه دي. خو بیا هم، د لنډمهاله یا اوږدمهاله ځنډونی، بیاځلی ځائ پر ځائ کولو یا اخراج انضباطي بندیزونو پر ضد په 1-744 مقرره , “لنډی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه”; 6-745 مقرره, “ ښوونځی بورډ ته د اوږدې مودې ځنډونی او اخراج پر ضد اپیل/استیناف”; یا 1-681، “غیر دودیز پروګرامونه” کی د ذکر شویو کړنلارو تر لاندی اپیل تر سره کیدي شی، که د پیل کیدو وړ وي او که په X برخه کی د تعدیل وړ وي.
      3. د ټائټل IX د پریکړه کوونکي د لیکلې پریکړې د خبرتیا څخه وروسته په پنځو ورځو کې دننه، د رسمي شکایت هر جانب کولی شي چې په دې مقررې کی د دویمی ضمیمه، “د ټائټل IX شکایت پروسې لپاره د اپیل/استیناف فورم”، سپارلو سره یا د مسٔولیت ټاکنی پریکړئ ننګولو سره د یو لیکلي بیان په داخلولو سره د ټائټل IX کوردیناتور ته د ټائټل IX د پریکړه کوونکي د مسٔولیت ټاکنی پریکړې پر ضد اپيل وسپاری. د اپیل/استناف د فورم څخه ګټه پورته کونه هڅول کېږي، مګر اړینه نه ده چی وکارول شي، او جانبینو ته به په لاس ورکړل شي. د مسٔولیت ټاکنی پر ضد هر ډول اپیل یا استیناف لاندې ذکر شویو یو یا زیاتو لاملونو پورې محدود دی:
        1. د کړنلاری بی قاعدګي چې په مشخص کونه یی اغېزه درلودلی وي؛
        2. نوی ثبوت چې د مشخص کونی پر مهال په معقولی ډول موجود نه وو، مګر کوم چې پایله باندی اغیزه درلودلی شي؛ یا
        3. د ټائټل IX کوردیناتور، د موافقت څیړونکی، یا د ټائټل IX پریکړه کوونکی د یو جانب/اړخ سره شخصی ګټی په تګر وي یا تعصب درلود چې پایله یی اغیزمن کړی.
      4. کله چې د رسمي شکایت یو جانب د اخراج د پرېکړې پر ضد اپیل/استناف پیل کړي، نو د ټائټل IX کوردیناتور به بل جانب/اړخ ته په لیکلي ډول خبرتیا ورکوي. د اپیل د خبرتیا په پنځو تقویمي ورځو کی دننه، نه استیناف غوښتوونکی جانب/اړخ کولئ شي چې د ټائټل IX کوردیناتور ته د مسٔولیت ټاکنی د پریکړې څخه د ملاتړ په موخه یو لیکلی بیان وسپاری.
      5. د ټائټل IX کوردیناتور به د استیناف بیان، ځوابی بیان، او اداري ریکارډ د استیناف پریکړه کوونکي ته وړاندی کوي، څوک چې به د دغې د ترلاسه کولو څخه وروسته په لسو رسمي ورځو کی دننه یوه رسمي پریکړه صادروي په کوم کې چې به د اپیل/استیناف پايله او د پایلی علت/منطق بیانوي. د استیناف محکمی پریکړه کوونکی به لیکلې پریکړه همزمان دواړو جانبینو ته ورکوي.
      6. د ټائټل IX د پریکړه کوونکي د مسٔولیت ټاکنی پریکړې په اړه د اپیل/استیناف په صورت کې، په ځواب ویوونکی (متهم) تحمیل شوي اصلاحي تدابیر او/یا انضباطي بندیزونه به د اپیل د ځنډیدنی مودې پورې پاتې وي.
      7. د مسٔولیت ټاکنی د پریکړې په تړاو د اپیل په اړه د استیناف محمکی د پریکړه کوونکي پریکړه نهايي ده او د ټائټل IX د شکایت پروسه پائ ته رسوي.
  10. ټائټل IX تر لاندې د تحمیل شویوو انضباطي بندېزونو اپیل
    1. د لنډمهاله ځنډونی پر ضد اپیل: د مسٔولیت ټاکنی د پریکړې د نهايي کېدو څخه وروسته په پنځو تقویمي ورځو کې دننه ځواب ویوونکی (متهم) کولئ شي چی د لنډمهاله ځنډونی په ننګولو سره د ټائټل IX کوردیناتور ته لیکلي بیان په سپارلو سره د لنډمهاله ځنډونی په ضد اپیل وکړي.
      1. هر ډول اپیل باید په لیکلې ډول وسپارل شي او پکی استدلال او کافی اندازه ثبوت لرونکی معلومات شامل وي.
      2. کله چې ځواب ویوونکی (متهم) د لنډمهاله ځنډونی په اړه اپیل وکړي، نو د ټائټل IX کوردیناتور باید بل جانب ته په لیکلې بڼه خبر ورکړي. د اپیل د خبرتیا په پنځو تقویمي ورځو کی دننه، نه استیناف غوښتوونکی جانب/اړخ کولئ شي چې د ټائټل IX کوردیناتور ته د لنډمهاله ځنډونی د پریکړې څخه د ملاتړ په موخه یو لیکلی بیان وسپاری.
      3. د ټائټل IX کوردیناتور به د استیناف بیان، ځوابی بیان، او اداري ریکارډ لیول ایسی سویټ سپرانټینډنټ ته وړاندی کوي، څوک چې به د دغې د ترلاسه کولو وروسته په لسو رسمي ورځو کی دننه یوه لیکلی پریکړه صادروي په کوم کې چې به لنډمهاله ځنډونه تایٔیدوي یا اپیل/استیناف به منظوروي.
      4. لنډمهاله ځنډونه به د اپیل پر مهال توقف مومي.
      5. د اپیل په اړه د لیول ایسی سویټ سپرانټینډنټ پریکړه نهايي ده.
    2. د اوږدمهاله ځنډونی، متبادل تعلیمي پروګرام کی ګمارنی، یا اخراج لپاره د سپارښتنې پر ضد اپیل/غوښتنه: ځواب ویوونکی (متهم) د ټائټل IX د دی بندیزونو پر ضد د ښوونځي بورډ ته اپیل کولی شي. د اصلاحي تدابیرو، د لنډمهاله ځنډونی، او د مسٔولیت ټاکنی د پریکړې پر ضد د ښوونځي بورډ ته اپیل نشي کېدلی.
      1. د ښوونځي بورد ته هر ډول اپیل د هغه وخت مودی لخوا اداره کیږي کوم چې په 6-745 مقرره، "ښوونځی بورډ ته د اوږدې مودې ځنډونی او اخراج پر ضد اپیل/استیناف"؛ یا 1-681 مقرره، "غیر دودیز تعلیمي پروګرامونه" کی په ډاګه شوی دي کله چی د پلی کیدو وړ وي او د لاندې اصلاحاتو سره:
        1. د اپیل په ترلاسه کولو سره، د ټائټل IX کوردیناتور به شکایت کوونکي ته په لیکلې بڼه خبر ورکوي.
          1. که چیرته د ښوونځي بورډ لخوا به د اداري ریکارډ پر اساس د اپیل په اړه غور کېږي، د اپيل د خبرتیا تر لاسه کولو وروسته په پنځه تقویمي ورځو کې دننه شکایت کوونکی کولی شي د ټائټل IX کوردیناتور ته د انضباطي بندیز (بندیزونو) په ملاتړ یو لیکلی بیان وسپاری، کوم چې به د اپیل د بیان او اداري بیان سره یو ځای د ښوونځي بورډ ته وړاندی کېږي.
          2. که چیرته اپیل د ښوونځي بورډ تر وړاندی د اوریدنی پايله ولري، شکایت کوونکي ته به فرصت ورکول کېږي چې د ښوونځي بورډ په اوریدنه کی حضور ولري. د دې ډول اوریدنی په اوږدو کې، د ښوونځي بورد به د هر جانب سره په جلا جلا ډول ویني.
          3. د ټائټل IX هر ډول انضباطي بندیزونه چې په ځواب ویوونکی (متهم) تحمیل شوي وي او د هغو بندیزونو پر ضد د اپیل کولو لپاره د وخت موده به د ټائټل IX د پریکړه کوونکي د مسٔولیت ټاکنی پریکړې د اپیل پورې درول کېږي.
        2. د ښوونځي بورډ دا واک/صلاحیت لري چې د ټائټل IX کوردیناتور څخه د حقوقی مسایلو او/یا د متبادلو انتظاماتو یا ملاتړي تعلیمي خدمتونو د شتون یا مناسب والي په اړه اضافي معلوماتونه وغواړي.
  11. معلوله/معذور زده کوونکي
    1. IEPs لرونکی خواو/جانبینو لپاره خوندیتوبونه/محفاظتونه:
      1. په هغه صورت کې چې د ټائټل IX پریکړه کوونکی دا معلومه کړي چې ځواب ویوونکی (متهم) د ټائټل IX جنسي ځورونی مسؤل دی، که چیرته د رسمي شکایت کوم جانب/خوا ځانګړي تعلیمي خدمتونه ترلاسه کوي، نو IEP ټیم (ټیمونه) به غونډه تر سره کوي تر څو دا معلومه کړي چې آیا په خدمتونو کې بدلون یا بل ځائ کی ځای پر ځای کېدنه اړینه ده او که څرنګ تر څو د دی خبری ډاډ رامنځ ته شي چی زده کوونکی وړیا مناسبو عامه زده کړو (FAPE) تر لاسه کولو ته دوام ورکوي.
      2. که چیرته له مخکې څخه نه وي بشپړ شوی، نو د کړنلاری یا عمل مشخص کولو کتنه/جائزه (MDR) به ترسره کېږي چیرته چې ډسپلین کونه ممکن د زده کوونکي د اوسني تعلیمي پروګرام څخه د 10 څخه زیاتو پرله پسې درسي ورځو لپاره د لیرې کولو پایله ولري یا د لیری کولو یوه سلسله واره پایله ولري کوم چې ښايي داسې بڼه تشکیل کړي لکه څرنګ چې په 2-745 مقرره , “معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ډسپلین.” VI (A)(2) برخه کې تعریف شوې دي. MDR به دا مشخص کوي چې آیا ادعا شوي ناوړه چلند د ځواب ویوونکی (متهم) د معلولیت څرګندونه وه او که څرنګ. دا خوندیتوب په هغو زده کوونکو باندی هم پلی کیږي چې په اړه یی ښوونځی ته خبرتیا ورکړل شوی ده چی په معلولیت کی شک شتون لري، مګر زده کوونکی تر اوسه پورې ځانګړو زده کړو او اړوندو خدمتونو تر لاسه کولو لپاره وړ / حقدار نه دي، لکه څرنګ چې د 2-745 مقرری په X برخه کې تشریح شوي دي.
        1. که چیرته MDR دی نتیجی ته ورسیږي چې ادعا شوي ناوړه چلند د متهم د معلولیت څرګندونه وه، نو بیا د ټائټل IX پریکړه کوونکی ښايي داسې اصلاحي تدابیر تطبیق کړي چې په هغی کې د ځواب ویوونکی (متهم) یو برابر موقعیت ته اداري انتقال شامل وي؛ مګر ځواب ویوونکی (متهم) به د خپل اوسني تعلیمي پروګرام څخه نه لیرې کیږي پرته له دی که د لاندې ذکر شویو حالاتونو څخه کوم یو د پلی کیدو وړ وي:
          1. د IEP ټیم د ځای بدلولو سره موافقه کوي؛ یا
          2. د ویرجینیا د اداري کوډ، 8VAC20-81-160، برخې C.5 سره په مطابقت ځواب ویوونکی (متهم) د ټائټل IX پریکړه کوونکي لخوا یو مناسب متبادل تعلیمي ځاي ته وګمارل شي چې د 45 درسي ورځو څخه زیاتې مودې لپاره نه وي، یا
          3. د ویرجینیا د اداري کوډ، 8VAC20-81-160، برخې E.2 سره په مطابقت د ځانګړو زده کړو په اړه د یوې روانې پروسې د اجرآتو څخه وروسته، د روانې پروسې د اوریدنی افسر ځواب ویوونکی (متهم) لپاره د ځای د بدلولو امر وکړي.
        2. که چیرته MDR دی نتیجی ته ورسیږي چې ادعا شوي ناوړه چلند د متهم د معلولیت څرګندونه نه وه، نو بیا د ټائټل IX پریکړه کوونکی ممکن په متهم باندې هم په هغه طریقه او د هم هغه هومره مودی لپاره اصلاحي تدابیر عملی کړي او/یا انضباطي بندیزونه ولګوي چې په یو غیر معلول متهم باندی پلی کیږي یا لګول کیږي.
      3. که چیرته ځواب ویوونکی ( متهم) ددې مقررې تر لاندې د خپل اوسني تعلیمي پروګرام څځه د 10 څځه زیاتو پرله پسې درسي ورځو لپاره لیرې کړل شي یا د لنډی مودی سلسله وار لړی د برخی په توګه لیری کړل شي چې یو ډول بڼه تشکیلوي، نو بیا لازمي ده چې تعلیمي خدمتونه ورته برابر کړل شي تر څو متهم وتوانیږي چې په عام تعلیمي نصاب کې ګډون ته ادامه ورکړي او د خپل IEP موخو د پوره کولو په لور پرمختګ وکړي.
    2. د 504 پلان لرونکو خواوو/جانبینو لپاره خوندیتوبونه/محافضتونه:
      1. په هغه صورت کې چې د ټائټل IX پریکړه کوونکی دا معلومه کړي چې ځواب ویوونکی (متهم) د ټائټل IX جنسي ځورونی مسؤل دی، که چیرته د رسمي شکایت کوم جانب/خوا د 504 برخی تر لاندی اسانتیاوي ترلاسه کوي، نو د 504 برخی پلان ټم (ټیمونه) به غونډه تر سره کوي تر څو دا معلومه کړي چې آیا په اسانتیاوو کی بدلون اړین ده او که څرنګ تر څو د دی خبری ډاډ رامنځ ته شي چی زده کوونکی تعلیمی خدمتونو او پروګرامونو ته لاسرسی لرو ته دوام ورکوي.
      2. که چیرته له مخکې څخه بشپړ شوی نه وي، نو د کړنلاری یا عمل مشخص کولو کتنه/جائزه (MDR) به ترسره کېږي چیرته چې ډسپلین کونه ممکن د زده کوونکي د اوسني تعلیمي پروګرام څخه د 10 څخه زیاتو پرله پسې درسي ورځو لپاره د لیرې کولو پایله ولري یا د لیری کولو یوه سلسله واره پایله ولري کوم چې ښايي یوه بڼه په ډاګه کړي. MDR به دا مشخص کوي چې آیا ادعا شوي ناوړه چلند د ځواب ویوونکی (متهم) د معلولیت څرګندونه وه او که څرنګ. دا خوندیتوب په هغو زده کوونکو باندی هم پلی کیږي چې په اړه یی ښوونځی ته خبرتیا ورکړل شوی ده چی په معلولیت کی شک شتون لري، مګر زده کوونکی تر اوسه پورې د 504 برخی خدمتونو تر لاسه کولو لپاره وړ / حقدار نه دي.
        1. که چیرته MDR د دی موندنی پایله ولري چې ادعا شوي ناوړه چلند په مستقیم ډول د ځواب ویوونکی (متهم) د معلولیت له امله رامنځته شوي وو، نو بیا به د ټائټل IX پریکړه کوونکی متهم د هغه یا هغې د اوسني تعلیمي پروګرام څخه نه لیرې کوي، که څه هم یو برابر موقعیت یا ځآي ته په اداري توګه د لیږدونی اجازه شتون لري.
        2. که چیرته MDR دی نتیجی ته ورسیږي چې ادعا شوي ناوړه چلند په مستقیم ډول د ځواب ویوونکی (متهم) د معلولیت له امله نه وو رامنځته شوي، نو بیا د ټائټل IX پریکړه کوونکی ممکن په متهم باندې هم په هغه طریقه او د هم هغه هومره مودی لپاره اصلاحي تدابیر عملی کړي او/یا انضباطي بندیزونه ولګوي چې په یو غیر معلول متهم باندی پلی کیږي یا لګول کیږي.
      3. ځواب ویوونکی (متهم) به د ځنډونی یا د اخراج د هر ډول مودې پر مهال یوازی د عامه تعلیمی خدمتونو زده کوونکو په څیز تعلیمي خدمتونو ترلاسه کولو حق لري.
  12. متفرقه مادې
    1. محرمیت: تر کومه حده چې امکان ولري، د رسمي شکایت او څېړنې سره اړوند معلومات به محرم ساتل کېږي، په استثناء د دی چې په بشپړ ډول او په شفافه ډول د څېړنې د ترسره کولو یا د کوم مسٔولیت مشخص کولو او/یا ډسپلني بندیزونو پر ضد د اپیل کولو ؛ متهم ته اجازه ورکولو چې د خپل ځان څخه دفاع وکړي، د مناسبو حمایتي تدابیرو او حل لارو تطبیقولو؛ یو احضار ، د محکمې امر یا د دولت لخوا څېړنې ته ځواب ویلو لپاره؛ یا د رسمي شکایت په نتیجه کې رامینځته شوي هر قانوني اقدام یا د شکایت پروسه کې د PWCS یا یې د کارکوونکو څخه د دفاع کولو لپاره افشا کول اړین وي.

      کله چې یو شکایت کوونکی د ټائټل IX جنسی ځورونی ادعا کوي، مګر د محرمیت ساتلو وړاندیز هم کوي، دغه ډول وړاندیز یا غوښتنه ممکن د تحقیق کولو وړتیا او اړین اصلاحي اقدامات پورته کول محدود کړي. کله چې یو شکایت کوونکی د ټائټل IX جنسي ځورونې ادعا کوي مګر غوښتنه کوي چې PWCS دی څیړنه نه تر سره کوي، دا پریکړه به PWCS کوي چې آیا د پلي کیدو وړ قوانینو ته په کتو سره PWCS دی غوښتنې ته درناوی کوي او که څرنګ. په دغه ډول حالاتو کې، PWCS ممکن دا پریکړه وکړي چې هغه باید څیړنه تر سره کړي یا په اړه یی قانون پلي کوونکو چارواکو یا CPS ته راپور ورکړي.
    2. د دندو/چارو سپارنه: په دې مقرره کې تشریح شوې دندې او وظیفې ښايي هغسې وسپارل شي څرنګه چې د نافذ قوانین سره په مطابقت اړین وي.
    3. غلط بیانونه ورکول منع دي: یو زده کوونکی چی په پوهې سره ناسم راپور ورکوی یا شکایت کوي، یا یو څوک په پوهې سره ناسم بیان ورکړي، د PWCS "د چلند کوډ" تر لاندې به د ډسپلین کیدو تابع وي. په همدې توګه، هر هغه کارکوونکی چې په پوهې سره ناسم راپور ورکوي یا شکایت کوي، یا په پوهې سره ناسم بیان وړاندې کړي، نو د 1-503 مقرری, “ټولو کارکوونکو لپاره په مسلکی ډول د چلند کولو معیارونه”; او 572-1 مقرری, “انضباطي اقدام,” تر لاندې به د ډسپلین کیدو تابع وي، په هغې کې د وظیفې څخه تر اخراج پورې اقدام شامل دی.
    4. د ریکارډ ساتل: لکه څرنګ چې د قانون له مخی اړین دی، PWCS به د اووه کلونو لپاره د هر ډول اقداماتو ریکارډونه ساتي، په شمول د ملاتړي تدابیرو، کوم چې د ادعا شوي جنسي ناوړه چلند په ځواب کی پورته شوي وي چې د ټائټل IX قانون تر لاندی جنسی ځورونه په ډاګه کوي. PWCS به همداراز د ټائټل IX د هرې څیړنې؛ د مسٔولیت مشخص کولو پریکړې؛ د هر هغه حلونو چې شکایت کوونکي ته وړاندی شوي وي او/یا اصلاحی تدابیر یا ډسپلیني بندیزونو چې په متهم تحمیل شوي وي؛ د هر ډول اپیل او د هغې د پایلی؛ او هر هغه موادو ریکارډونه د اوه کلونو لپاره ساتي چې د ټائټل IX د څیړونکی، د ټائټل IX د کوردیناتور، د ټائټل IX د پریکړه کوونکي او د استیناف د پریکړه کوونکي د روزنې لپاره ورڅخه ګټه پورته شوي وي.
    5. قانون پلی کوونکو چارواکو ته راپورونه ورکول: دا چې د "ویرجینیا کوډ" 279.3:1-22.1 § لخوا اړین دي، د ښوونځی مدیر باید په سمدستی ډول د ("ویرجینیا کوډ" د 60.3-18.2 § سره په مطابقت) د جنسی تیری یا په جنسی ډول د تنګولو په شمول د هرې هغې پېښې په اړه د پولیسو څانګی ته راپور ورکړي چې ښايي یو جرم تشکیلوي، کله چی دا ډول پیښه د ښوونځي په بس، د ښوونځي په ملکیت، یا د ښوونځي لخوا په سپانسر شوي یا تضمین شوي فعالیت کې رامینځته شوی وي. د ښوونځي چارواکي ممکن حالاتو ته په کتو سره دا ډول راپورونه قانون پلی کوونکو چارواکو یا نورو حکومتی مقاماتو ته ورکړي.
    6. غچ اخیستنه او/یا مداخله کول منع دي: PWCS په کلکه سره د یو داسی کس پر ضد غچ اخیستونکی اقدام منع کوي څوک چې د ادعا شوي ناوړه جنسی چلند په اړه راپور ورکوي؛ یا په رسمی ډول شکایت ثبت کوي؛ یا څوک چې د ټائټل IX جنسی ځورونی په څیړنه کې مرسته کوي، پکی ګډون کوي یا پکی له ګډون څخه انکار یا منع کوي. زده کوونکي او کارکوونکی نشي کولی په څیړنه کې مداخله وکړي یا پکی حلل رامنځ ته کړي او دا هم نه شي کولی چی د کوم شاهد په شاهدي ویلو باندی اثر/اغیزه ولري یا د اغیزی کولو هڅه وکړي. د یو زده کوونکي دا ډول ناوړه چلند به د PWCS "د چلند کوډ" تر لاندې حل کېږي او ښايي چې د انضباطي اقدام پایله ولري، چې په هغې کې د PWCS څخه تر اخراج پورې اقدام شامل دی. د یو کارکوونکی لخوا دا ډول چلند به غیر مسلکي چلند ګڼل کېږي چې د 1-503 مقرری، "د ټولو کارکوونکو لپاره د مسلکي چلند معیارونه"؛ او 1-572 مقرری، "انضباطي اقدام" تر لاندی به د ډسپلین کیدو وړ وي چې په هغې کې د وظیفې څخه اخراج کولو پورې اقدام شامل دی.
  13. د پالیسی خپرول

    PWCS په تعلیمي پروګرامو او فعالیتونو کې د د جنډر هویت او جنسي تمایل په ګډون د جنسیت پر اساس تبعیض نه کوي. PWCS د 1972 د ټائټل IX د تعلیمي اصلاحاتو او د فډرال مقرراتو د 34 ټائټل د 106 برخې لخوا اړ دی چې دغه ډول تبعیض ونه کړي. دا مکلفیت تر داخلې او دندی پورې غځیږي.

    PWCS باید د دې پالیسی خبرتیا داخلې او دندی لپاره درخواست ورکوونکو، زده کوونکو، والدینو، کارکوونکو او هغو ټولو مسلکي سازمانونو ته ورکړي چې د PWCS کارکوونکو سره تړاو لري.

    د ټائټل IX د تطبیق او 106 برخی په اړه پوښتنې د PWCS د ټائټل IX کوردیناتور، د متحده ایالاتو د تعلیم او تربیې وزات مرستیال سکرتر، یا دواړو ته مراجعه کېدلی شي.
  14. د ټائټل IX لازمي روزنی/ټریننګونه

    PWCS به د ټائټل IX د ځورونی تعریف په اړه؛ د PWCS د تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو د وسعت؛ د تفتیشونو د ترسره کیدنی؛ او د ټائټل IX د شکایت پروسې په شمول د اوریدنو، اپیلونو، او ، اړوندو حقایقو په اړه د قضاوت نه ځان ساتلو، د ګټو ټکر، او تعصب په ګډون په بې طرفۍ سره د کار کولو په اړه د ټائټل IX کوردیناتور، د ټائټل IX څېړونکو، د ټائټل IX پریکړه کوونکي، او د استیناف پریکړه کوونکي ته روزنه ورکوي.

    PWCS به د ټائټل IX پریکړه کوونکي او د استیناف پریکړه کوونکي ته د پوښتنو او ثبوت د مربوطیت په مسایلو روزنه ورکوي، په شمول د دي چې د شکایت کوونکي د جنسي رغبت یا پخواني جنسي چلند په اړه پوښتنې او ثبوت کوم وخت کی موزون یا مربوط نه دي.

    PWCS به دا ډاډ رامنځته کوي چې د ټائټل IX څیړونکی د اړوندو مسایلو په اړه روزنه ترلاسه کړي تر څو یو داسې تفتیشي راپور جوړ کړي چې د اړوند ثبوت په شفافه توګه لنډیز وړاندې کوي.

    هر هغه مواد چې د ټائټل IX د کوردیناتور، د ټائټل IX د څیړونکی، د ټائټل IX د پریکړه کوونکي، او د استیناف د پریکړه کوونکي د روزنې لپاره ترې استفاده کېږي اتکاء به یې په جنسي کلیشو/دقیانوسی تصوراتو نه وي او د ځورونی د رسمي شکایتونو بې طرفه څيړنو او قضاوتونو ته به وده ورکوي.
  15. د مشکل لغاتونو او اصطلاحاتو ټولګه
    1. "اداري ریکارډ" کوم چې د ټائټل IX پریکړه کوونکي ته ورکول کېږي، پکی داسې ریکارډونه شامل دي لکه رسمي شکایت؛ په بیړنی ډول د ایستلو هره پریکړه؛ هر ډول اړوند نېغ/مستقیم ثبوت؛ نیغ/مستقیم ثبوت ته د هر جانب لیکلی غبرګون؛ د څیړونکی/تفتیشي راپور؛ د څیړونکی/تفتیشي راپور ته د هر ډول خوا/جانب لیکلی غبرګون؛ او هر ډول اړوندې لیکلی پوښتنې چې هری خوا/جانب یا ګواه/شاهد څخه شوې وي، او همداراز دغو ته هر ډول ځوابونه. هغه اداري ریکارډ چې د ټائټل IX د استیناف پریکړه کوونکي ته ورکول کېږي، باید پکی د ټائټل IX پریکړه کوونکي لیکلې ټینګ غزم هم شامل وي. اداري ریکارډ چې په اپیل کولو سره لیول ایسی سویټ سوپر انټینډنټ یا د ښوونځي بورډ ته ورکول کېږي، باید پکی د ټائټل IX د پریکړه کوونکي لیکلې ټینګ غزم هم شامل وي، او همداراز هر هغه لیکلې پریکړه چې د ټائټل IX د استیناف د پریکړه کوونکي لخوا تر سره شوې وي.
    2. "رسمي ورځ" د هر هغی رسمی ورځ په معنی ده چې د PWCS اداري دفترونه پرانیستي وي.
    3. “ تقویمي ورځ" د هر هغی ورځ په معنی ده په یو ټاکل شوي وخت کې وي، د عمل یا پېښې هغه ورځ پکې شامله نه ده، د کومې څخه چې ټاکل شوي وخت پیل کېږي.
    4. "شکایت کوونکی" په دی معنی دی چی یو زده کوونکی یا د PWCS کارکوونکی څوک چې په ادعا شوي توګه د متهم لخوا د هغه ناوړه چلند قرباني کیږي کوم چې د ټائټل IX قانون تر لاندی جنسي ځورونه په ډاګه کړي. ددې مقررې تر لاندې د شکایتونو یا اپیلونو د داخلولو یا بیرته اخیستلو او د خبرتیاو د ترلاسه کولو موخی لپاره، په شکایت کوونکي کې د 18 کالو څخه کم عمر لرونکی زده کوونکي مور او پلار شامل دي.
    5. "رضایت" د واضح، معلوم او د خپلې خوښې الفاظ یا اقدام په معنی دۍ چې د یو مشخص جنسي اقدام/عمل لپاره اجازه په ډاګه کوي. په هغه وخت کې به د رضایت نشتوالی ګڼل کېږي کله چې د ګواښ؛ فیزکی زور زیاتی؛ تهدید؛ یا ناتوانۍ ثبوت موجود وي، چیرته چې د "ناتوانۍ" معنی دا ده چې د یو کس د پریکړې کولو توان کی په داسی ډول نیمګرتیا رامنځ ته شوي وي چې تر دومره حده د جنسي تعمل په خبرو د پوهېدلو ظرفیت نلري چې ددې پریکړې اجازه ورکړي چې آیا جنسي عمل کول غواړي او که څرنګ. (د ناتوانۍ لامل عمر؛ په مؤقت ډول یا په دایمی ډول ذهني یا فزیکي معلولیت؛ خوب یا بې هوشي؛ غیر داوطلبانه فزیکي محدودیت؛ او/یا د مخدره موادو، الکولو، درملو یا نورو موادو اثر کېدلی شي).
    6. "په مستقیم ډول اړه لرونکی ثبوت" د هر هغه ثبوت په دی معنی دی چې د ټائټل IX د څیړنی/تفتیش د یوی برخې په توګه ترلاسه شوی وي کوم چې په مستقیم ډول د هغو تورونو سره تړاو لري چې په رسمي شکایت کې لګول شوي وي، په ګډون د هغه ثبوتونو د کوم پر اساس چې د ټائټل IX پریکړه کوونکی د مسٔولیت پریکړې ته د رسېدلو لپاره تکیه نه کوي او د قصور یا بې قصورۍ ثبوت، که هغه د یو جانب یا بلې کومې سرچینې څخه ترلاسه شوی وي.
    7. "تعلیمي پروګرام یا فعالیت" په دی معنی دۍ، د دې مقررې د موخو لپاره، هغه موقعیتونه، غونډې یا شرایط په کومو کې چې PWCS په متهم او هغه سیاق و سباق په کوم چې کې د ټائټل IX جنسي ځورورنه رامینځته شوی دواړو د پام وړ کنټرول لري.
    8. "رسمي شکایت” په دی معنی دی چی د شکایت کوونکي لخوا یو سند سپارل شوي وي، یا د ټائټل IX کوردیناتور لخوا لاسلیک شوی وي، په کوم کې چې په یو متهم د ټائټل IX جنسي ځورونی تور لګول شوی وي، او د دې مقررې تر لاندې د ټائټل IX جنسي ځورونی د تور د څېړنې غوښتنه کوي.
    9. "خبرتیا” په دی معنی دی چی هغه ورځ په کومه ورځ چې یو سند د بریښنالیک له لاری لیږل شوي وي؛ لاس په لاس ورکړل شوی وي؛ یا، که چیرته یوازی د متحده ایالاتو د پوسټ له لارې لېږل شوی وي، د استولو نېټه جمع درې رسمي ورځې. داسې ګڼل کېږي چې PWCS سره په دوسیه کې د اړیکی نیولو معلومات سم دي پرته له دی چې د ټائټل IX کوردیناتور ته د اړیکی ټینګولو لپاره مختلف معلومات ورکړل شي. د ټولې پروسې په اوږدو کې دا د هری خوا/جانب مسٔولیت دی چې دا ډاډ رامنځ ته کړي چی د ټائټل IX کوردیناتور سره د پوسټ لیږلو او د الیکټرونکي پتو معلومات سم دي.
    10. "والدین یا مور او پلار" د هر هغه والدینو، سرپرست، قانوني واک لرونکی یا بل داسی تن په معنی دی چې د یو زه کوونکي کنټرول یا واک په لاس کې لري.
    11. د دې مقررې موخی لپاره، د PWCS په "چلند کوډ" کی مقرره 1-681، "د زده کړي غیر دودیز پروګرامونه"؛ 1-743، "د زده کوونکو ډسپلین"؛ 1-744، "د زده کوونکو په لنډمهاله توګه ځنډونه"؛ 1-745، "د زده کوونکو په اوږدمهاله توګه ځنډونه یا اخراج"؛ 2-745، "د معلولیت لرونکو زده کوونکو ډسپلین"؛ 3-745, "د اوړي ښوونځي زده کوونکو ډسپلین"؛ او د PWCS "د چلند کوډ” شامل دي.
    12. "متهم/ځواب ویوونکی" د هر هغه زده کوونی، کارکوونکی یا د دریم جانب/خوا په معنی دي چی د PWCS تر کنټرول لاندې وي، د چا په اړه چې راپور ورکړل شوی وي چې په یو داسې ناوړه چلند کی ښکیل دی چی د ټائټل IX قانون تر لاندی جنسی ځورونه په ډاګه کوي. ددې مقررې تر لاندې د شکایتونو یا اپیلونو د داخلولو یا خبرتیا تر لاسه کولو موخی لپاره، په شکایت کوونکي کې د 18 کالو څخه کم عمر لرونکی زده کوونکي مور او پلار شامل دي.
    13. "د ښوونځی ورځ" د هر هغه ورځی په معنی ده چی پکی ټولګي پرانیستی او درسونه شتون ولري.
    14. "زده کوونکي” په دی معنی دی چی یو کس په PWCS ښوونځی یا پروګرام کی شامل دۍ یا د شاملیدو په لټه کی دۍ.
    15. د "ټائټل IX کوردیناتور" هغه کس ته ویل کیږي چې د 1972 د فډرالي تعلیمي اصلاحاتو د ټائټل IX قانون تر لاندی د PWCS لخوا ټاګل شوي وي او ورته واک ورکړل شوي چی د PWCS هڅی کوردینه یا شریکی کړي چی د هغی د مسٔولیتونو سره مطابقت ولري. موافقت او د زده کوونکو ملاتړ کی د مطابقت/موافقت نظارت کوونکی، د ټائټل IX کوردیناتور او د ټائټل IX څیړونکی شامل دي.
    16. د ټائټل IX جنسي ځورونه د جنس/جنسیت پر اساس یو داسې چلند دی چې د لاندې ذکر شویو څخه په یو یا زیاتو شکلونو سره وي:
      1. د PWCS کارکوونکی چې د PWCS مرستی، ګټی یا خدمات تر لاسه کولو په بدل کی، د یو کس لپاره په نه غوښتونکی ناوړه جنسی عمل کی د ښکیل کیدو شرط وړاندی کړئ وي;6
      2. د جنسي بڼی یو داسی ناخوښه چلند دی چې د یو معقول شخص لخوا مشخص کیږي کوم چی دومره سخت، نفرت انګیز، او په موخه ییزه توګه ځورونکی وي چې په موثره توګه د زده کړې پروګرام یا فعالیت ته د زده کوونکی په مساوي ډول د لاسرسی لرلو مخه نیسی.
      3. د تاوتریخوالي مشخص شوي اقدام:
        1. لکه څرنګ چې 34U.S.C. 12291(a)(10) کې تعریف شوی دي، د مینې او یارۍ په تاوتریخوالي کی داسې تاوتریخوالی شامل دی چی د یو زده کوونکي لخوا ترسره شوی وي: (a) څوک چې قرباني سره د مینې محبت یا صمیمي نوعیت په ټولنیز ارتباط کې ښکیل وي؛ او (b) چیرته چې به دا ډول اړیکه، د اړیکی د مودې، د اړیکی د ډول، او په اړیکه کی د ښکیل زده کوونکو ترمینځ د خبرو اترو/تعامل کثرت ته د غور کولو پر اساس مشخص کېږي.
        2. لکه څرنګ چې په 34U.S.C 12291(a)(8) کې تعریف شوی دي، په کورنی تاوتریخوالی کی هغه جرمونه یا د تاوتریخوالي هغه جنایی سرغړونې شاملې دي چې د قرباني د اوسني یا پخواني خاوند یا ښځې یا جنسی اړیکی لرونکی پارټنر یا ملګری لخوا ترسره شوی وي، د یو داسې تن لخوا چا سره چې قرباني په شریکه یو ماشوم لري، د یو داسې تن لخوا چا سره چې قرباني یو ځای اوسېږي یا دغه تن قرباني سره د ښځې یا خاوند یا جنسی اړیکی لرونکی ملګری په توګه اوسېدلی وي، د یو داسې تن لخوا چې د کورني او فامیلي تاوتریخوالي د پیسو د مرستې ترلاسه کوونکي قضايي صلاحیت د قوانینو تر لاندې په ورته وضعیت کې د قرباني ښخه یا خاوند وي، یا د کوم بل کس لخوا د یو بالغ یا تنکی ځوان قرباني پر ضد تر سره شوي وي څوک چی د دغه تن د اقدام څخه د قضایي صلاحیت د کورني یا فامیلي تاوتریخوالي د قوانینو تر لاندې محفوظ کړی شوی وي.
        3. جنسي تیری لکه څرنګ چې په 20U.S.C 1092(f)(6)(A)(v) کې تعریف شوې دۍ، پرته په غیږ کی نیولو، د ټائټل IX موخی لپاره باید د قصدی او د شرمګاه ځایونو او/یا د طی، سینی، یا د جامو نه لاندې کوناټو د غیر رضایتي لمس کولو په توګه تعریف شي (که د جامو دپاسه وي یا لاندې)؛ یا په قصدی او نارضایتي ډول د جامو دپاسه د طی، سینې، تناسلي اندام یا کوناټو په داسې طریقه لمس کول چې نتیجه یې د یوې لمحې نه زیات تماس وي یا شکایت کوونکي سره په مرتب ډول یو چلند جوړ شي. نوازش یا په غیږه کی نیول باید په لمس کولو کی شامل نه شي، حتی که د رضامندۍ پرته هم وي، که چیرته د پیښی ګیرد چاپیره حالات جنسی اراده نه څرګندوي.
        4. لکه څرنګ چې په 34U.S.C. 12291(a)(30) کې تعریف شوي دي، په تنګولو کی په پرله پسې توګه یو داسې چلند شامل دی چې په مشخص ډول د یو کس په لور وي کوم چې په معقولی ډول د دی لامل کیږي چی یو کس: (a) د خپل ځان د نورو د خوندیتوب ویره پیدا کړي؛ یا (b) په کافی اندازه احساسي پریشانی سره مخ کړي.

د ټائټل IX کوردیناتور او د مساواتو مشر افسر د دې مقرری د عملي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسٔولیت په غاړه لري.

دا مقرره او هر یو اړوند پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.


د پائ نوټونه

  1. په دې مقرره کې ذکر شوي کړنلاري/پروسیجرونه د جنسي ځورونی په هغو شکایتونو باندی د پلی کیدو وړ دي چې د متحده ایالاتو د ښوونی او روزنی وزارت د ملکي حقونو د دفتر لخوا د وړاندی شوي لارښوونو سره په مطابقت د ادعا په توګه په 14م اګست 2020 یا له هغی وروسته رامنځ ته شوي وي. د جنسي ځورونی شکایتونه چې د ادعا په توګه د دغې نیټې څخه مخکې رامنځ ته شوی وي، هغه به د هغه لارښوونو له مخی حل کیږي چی د ادعا شوي سرغړوی په وخت کې نافذلعمل وي، د دې خبرې ډاډ رامنځ ته کولو سره چې پروسه به د PWCS د داسې چارواکو لخوا پر مخ وړل کېږي چې د ټائټل IX اړوند مسایلو کې په لوړه کچه روزل شوي وي.
  2. د دی مقررې موخی لپاره، د PWCS د "چلند کوډ" په حوالو کې مقرره 1-681، "د زده کړي غیر دودیز پروګرامونه"؛ 1-743، "د زده کوونکو ډسپلین"؛ 1-744، "د زده کوونکو په لنډمهاله توګه ځنډونه"؛ 1-745، "د زده کوونکو په اوږدمهاله توګه ځنډونه یا اخراج"؛ 2-745، "د معلولیت لرونکو زده کوونکو ډسپلین"؛ 3-745، "د اوړي ښوونځي زده کوونکو ډسپلین"؛ او د PWCS "د چلند کوډ” شامل دي.
  3. دا ډول تورونه د هغه کړنلارو / پروسیجرونو لخوا اداره کیږي چې د کارکوونکو د ناوړه چلند د څېړنې او حل باندی د پلی کیدو وړ دي.
  4. د دی اصطلاحاتو تعریفونه په XV برخه، د لغاتونو فهرست/ټولګه، کې ورکړل شوي دي.
  5. د ټائټل IX او د زده کوونکو د عدالت ویب پاڼی لپاره لینک د “څانګو/Departments” تر لاندی په www.pwcs.edu کی موندل کیدی شي.
  6. دا ډول تورونه د هغه کړنلارو / پروسیجرونو لخوا اداره کیږي چې د کارکوونکو د ناوړه چلند د څېړنې او حل باندی د پلی کیدو وړ دي کوم چی په مقرره 2-507, “جنسی ځورونه چی کارکوونکی پکی ښکیل وي” کی ورکړل شوي دي.