د خواړو لپاره پیسې باید څرنګ ورکړل شي

PWCS د زده کوونکو د خواړو پیسی ورکولو لپاره یو شمیر کړنلاری وړاندې کوي.

وړیا او کم قیمت خواړه

  • د ټولنې د وړوالی لرلو پروګرام د یوې برخې په توګه په 44 ښوونځیو کې به ټول زده کوونکي د 24 -2023 ښوونیز کال په بهیر کې د سهار او د غرمی وړیا خواړه ترلاسه کوي.
  • د زده کوونکو کورنۍ څوک چې په هغه ښوونځیو کې دی چی د ټولنې د وړوالی لرلو په پروګرام کې نه دي شامل، کولی شي چی د وړیا او کم قیمت ښوونځي خواړه ترلاسه کولو لپاره په آنلاین ډول غوښتنه وکړي.

د خواړو لپاره پیسی ورکول

  1. زده کوونکی کولئ شي چی ښوونخی ته د پیسو چیک راوړی تر څو د هغوي په حساب کی اضافه کړل شي. د پیسو چکونه باید د کیفیټیریا اداره کوونکی ته ورکړل شي او د "پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي د خواړو او تغذیې څانګې" په نامه جوړ کړل شی.
  2. والدین / سرپرستان کولئ شي چی د خپلو ماشومانو په حساب کی د فنډ اضافه کولو لپاره MySchoolBucks.com وکاروي.
  3. زده کوونکی کولئ چی هره ورځ نغدي پیسی ورکړي.

مونږ پوهیږو چې کله کله والدین په بی فکری سره په چیکنګ حساب کی د موجوده پیسو څخه زیاتی پیسی راباسی او ممکن ستاسو د بانک لخوا هغه چیک بیرته راولیږدول شي. له دې لپاره چی دغه پیسی په محرمیت او مسلکي ډول بیرته ترلاسه شي، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو د بیرته راستنیدونکو چکونو راټولولو لپاره د CHECKredi سره تړون لاسلیک کړی دي. که چیرته ستاسو چک د ناکافي فنډ یا پیسو له امله بیرته را ولیږدول شي، دا ممکن په بریښنایی ډول ستاسو بانک ته د چیک پر مخ ارزښت لپاره وړاندې شي، او ممکن ستاسو بانک د پروسس کولو 40$ ډالره فیس سره د هر ډول ناسم چیک بیرته ستون کولو فیس واخلی. دا اقدام به د بلی خبرتیا ورکولو پرته ترسره کیږي. د خواړو لپاره د چیک له لاری د پیسو ورکولو سره، تاسو د چیک منلو دا الیسی منئ.