مینو / تابلو

د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) د خواړو او تغذیې څانګه په هر ښوونځي کې زده کوونکو ته په مناسب قیمت کې تغذیه لرونکي ، خوندور او لوړ کیفیت لرونکي خواړه وړاندې کوي. د غرمی په بشپړ خواړو کې دا خوراکی توکی شامل دي: پروټین، حبوبات، تازه میوې، سبزیجات او شیدې. په هره کټګورۍ کې هره ورځ ډیری انتخابونه شتون لري چې زده کوونکي کولی شي ورڅخه د غرمې خواړه انتخاب کړي. زده کوونکي باید لږ تر لږه درې بیلا بیلی برخې غوره کړي چې لږ تر لږه یو یې میوه یا سبزیجات وي ترڅو ورڅخه په بشپړ ډول خواړه جوړ کړي.

د سهار خواړه په ټولو ښوونځیو کې شتون لري. د سهار لخوا په بشپړ خواړو کی حبوبات ، تازه میوه او شیدی شامل دي. هغه خواړه چی پروټین لري، په ډیری ورځو کی په خواړو کی شامل شوي دي.

د PWCS د ښوونځيو مینو د ویب مینوګانو/تابلو په کارولو سره د Isite سافټویر موبایل ایلیکیشن له لاری هم لیدل کیدی شي کوم چی په App Store او Google Play شتون لري.

کورنی هم کولئ شي چی د ګډون کولو له لاری د ښوونځي مینو په اړه میاشتني بریښنالیکونو تر لاسه کړي.